ژبه

اوچا: تېر کال ۳۵۰ او سږ کال ۸۲ د بشري مرستو کارکوونکي وژل شوي

سهراب سروري

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴:۳۹

Views: ۱۶

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې ۳۵۰ د بشري مرستو کارکوونکي وژل شوي چې تر اوسه ثبت شوې دویمه لوړه شمېره ده؛ دغه بنسټ زیاتوي چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې هم ۸۲ د بشري مرستو کارکوونکي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو خبري وېب‌پاڼې (UN News)د بشردوستۍ نړیوالې ورځې (د اګسټ ۱۹مه) په مناسبت د اوچا د تازه ارزونې له مخې راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټولیز ډول ۹۰۷ د بشري مرستو کارکوونکي د تاوتریخوالي قرباني شوي دي.

د مرستندویو کارکوونکو د امنیت ډیټابېس (Aid Worker Security Database) د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو ۳۵۰ وژل شوي، ۳۲۲ ټپیان شوي او ۲۳۵ نور تښتول شوي دي.

په راپور کې راغلي، که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې د وژل شوو شمېر د تېر کال په پرتله کم شوی، خو بیا هم تر اوسه ثبت شوې دویمه لوړه شمېره ده.

سرچینې زیاته کړې چې په ۲۰۲۶ کال کې هم د بشري مرستو د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لري او د روان کال له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې ۸۲ تنه وژل شوي، ۹۷ ټپیان شوي او ۳۹ نور تښتول شوي دي.

د راپور له مخې، غزه په ۲۰۲۵ کال کې د پرله‌پسې درېیم کال لپاره د بشري مرستندویانو لپاره تر ټولو مرګونی ځای و؛ هلته ۱۸۶ مرستندویان وژل شوي چې ۶۸ سلنه یې په هوايي بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه رازد راپور له مخې، په سوډان کې په ۲۰۲۵ کال کې ۷۱ د بشري مرستو کارکوونکي وژل شوي او اوچا ویلي چې جګړو او د بې‌پیلوټه الوتکو کارونې د ملکي وګړو او مرستندویانو لپاره خطرونه ډېر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو او بېړنیو مرستو همغږي‌کوونکي ټام فلېچر ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې له زرو ډېر بشري مرستندویان وژل شوي او له دولتونو یې غوښتي چې نړیوال بشردوستانه قوانین رعایت او د ملکي وګړو او مرستندویانو ساتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم د بشردوستۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د مرستندویو کارکوونکو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغوی له ګواښونو، نیولو، د بشري مرستو د بودجې له کمېدو او اړمنو کسانو ته د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دي.