منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ننګرهار کې شپږ کسان له څه باندې ۶۲ زره نشه‌یي ګولیو سره نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل

جلال‌اباد (پژواک) –  د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې شپږ کسان له څه باندې ۶۲ زره نشه‌یي ګولیو سره نیولي چې له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې وې.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کشفي معلوماتو پر بنسټ د دغه ولایت په کوټ، بهسود او غني‌خېلو ولسوالیو او د جلال‌اباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو عملیاتو په پایله کې شپږ کسان له ۶۱ زره او ۴۹۰ زیکب او ۷۰۰ ټابلېټ کا نشه‌یي ګولیو سره نیول شوي دي.

د هغه په خبره، د عملیاتو پر مهال دوه هغه موټر هم ضبط شوي چې د نشه‌یي توکو په قاچاق کې ترې ګټه اخیستل کېده.

حماد ویلي چې نیول شوو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او د قانوني اجراآتو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.