کابل (پژواک) – د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ اوزبېکستان ته ولاړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه پلاوي کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رییس مفتي ذاکرالله ذاکر، د کرنیزو ترویجي چارو عمومي ریاست سلاکار روحالله فضلي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې مرستیال میرویس حاجيزاده او د دې خونې د نړۍوالو اړیکو رییس امید حیدري شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې دغه سفر شپږ ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې دواړه لوري د کرنې، مالدارۍ او خوراکي توکو د پروسس برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د عملي هوکړهلیکونو پر تعقیب خبرې او نظرونه تبادله کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې دغه سفر د دوهاړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د تخنیکي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.










