Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ټلیفوني خبرې وکړې.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز موټر بم برید کې د یوه افسر په ګډون اوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ ټنه خُرما مرسته وکړه.
د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټېلېفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مشرۍ د علماوو لس کسیز پلاوی ازبکستان ته ولاړ.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د کوکنار اړولو کمپاين پر مهال په ۱۳ ولسوالیو کې د کوکنارو ۷۵ جریبه کښت له منځه وړل شوی دی.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د جلالاباد سیمهییز تخصصي روغتون کې یوې مور په يو ځل پنځه ماشومان زیږولي چې څلور هلکان او یوه نجلۍ ده.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې رسنیو او خبریالانو ته د اطلاعاتو ورکولو په موخه د دغه ولایت ټولو ملکي او نظامي ادارو ته ویاندویان ټاکل شوي دي.
: د بلخ پوهنې رییس وایي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۷۰۰ ښوونځيو له ډلې ۲۰۰ یې بیارغونې ته اړتیا لري.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د څه باندې ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت د سړک جوړولو ۸ پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
مزارشریف (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې ۳۰۰ میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اتفاق افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی دفتر (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP