ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې دوه سوه ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري

بلخ کې دوه سوه ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري

author avatar
16 Mar 2024 - 18:44
بلخ کې دوه سوه ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري
author avatar
16 Mar 2024 - 18:44

مزارشریف (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د بلخ پوهنې رییس وایي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۷۰۰ ښوونځيو له ډلې ۲۰۰ یې بیارغونې ته اړتیا لري.
دغه څرګندونې د بلخ پوهنې ريیس عبدالجلیل شهیدخېل نن په دغه ولایت کې د ۸۵۰ زره ټوکه درسي کتابونو د وېش په غونډه کې وکړې.
هغه وویل، چې د بلخ ولایت په کچه ۷۳۵ شتون لري خو له ډلې یې ۲۰۰ ښوونځي بیارغونې ته اړتیا لري.
د نوموړي په وینا تېر یو کال د بلخ پوهنې ریاست او ځینو همکارو موسسو په مرسته ۱۲ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوي او راتلونکی کال به ۳۵ نورو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې شي.
نوموړي دغه راز زیاتوي چې یاد ریاست د بلخ په کچه د ۱۴۰۰ ښوونکو له کمښت سره هم مخ دی.
له بلې خوا د پوهنې وزارت د کتابونو د چاپ څانګې مسوول بهرام الدین همراه وايي، په ټول هېواد کې د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره څه باندې ۳۸ میلیونه ټوکه درسي کتابونه چاپ شوي او په پام کې ده چې د هېواد ۳۴ ولایتونو کې پر زده‌کوونکو ووېشل شي.
په همدې حال کې، مزارشریف کې د ښوونځیو زده‌کوونکي د کتابونو له ترلاسه کولو خوښ دي.
د نهم ټولګي یو زده‌کوونکی میلاد چې نن یې درسي کتابونه ترلاسه کړي وايي، د کتابونو له ترلاسه کولو خوښ دى خو زياتوي چې حکومت باید لرو سیمو ته هم پاملرنه وکړي.
هغه وایي: «په کلیو کې ښوونځي ودانۍ نه لري، ښوونکي او کتابونه یې نشته او حکومت باید هغوی ته هم پاملرنه وکړي.»
یوه بل زده‌کوونکي عبدالمصور هم ورته څرګندونې وکړې او وېې ويل چې د ښار په پرتله د کلیو خلک ډېر له ستونزو سره مخ دي او حکومت باید هغوی ته ډېره پاملرنه وکړي.
په بلخ کې داسې مهال زده‌کوونکو ته درسي کتابونو وېشل کېږي چې تر دې وړاندې د دغه ولايت زده‌کوونکي د کتابونو او مسلکي ښوونکو له کمښته شکايت کړى و.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.