مزارشریف (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې ۳۰۰ میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالناصر ارمل نن یوې خبري غونډې ته وویل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ میله بېلابېل ډول سپکې او درنې وسلې کشف او ضبط کړې دي.
نوموړی زیاتوي چې د یادو وسلو د غیرقانوني ساتنې په تړاو ۲۸ کسان نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
بلخوا د بلخ امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر عطامحمد بلال وایي چې دغه مدیریت تېرو درېیو میاشتو کې د بلخ له بېلابېلو سیمو ۵۲ میله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ضبط کړي.
د هغه په وینا یادو وسلو کې دهشکې، ام ۱۶، کلاشینکوفونه، تمانچې او د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.
هغه له خلکو وغوښتل، څو هغه وسلې چې په غیر قانونه توګه يې کورونو کې ساتلي د دغې قوماندانۍ ډایاک پروسې ته وسپاري.
په همدې حال کې د بلخ امنیه قوماندان عبدالرازق راشد خلکو ته د امنیت د ټينګښت ډاډ ورکوي او وایي چې د یادې قوماندانۍ پولیس هڅه کوي څو شپه او ورځ د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن