ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د سړک جوړونې ۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

مزارشریف کې د سړک جوړونې ۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

author avatar
16 Mar 2024 - 18:42
مزارشریف کې د سړک جوړونې ۸ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
author avatar
16 Mar 2024 - 18:42

مزارشریف (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۲): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د څه باندې ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت د سړک جوړولو ۸ پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د مزارشریف ښاروالۍ له خوا په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې د شاوخوا ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړونې ۸ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه سړکونه په شپږمه، اوومه، درېیمه، څلورمه، دویمه، نهمه او اتمه ناحیه کې د ښاروالۍ له پراختیایي بودیجې جوړ شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتې له مخې د یادو سړکونو ټولییز اوږدوالی نیږدې ۵ کیلومتره ته رسېږي او په تطبيق سره ګن شمېر ټرانسپورتي ستونزې حل او ځايې وګړو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوي دي.

Views: 32

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.