د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي چې د دغه ولایت پر مرکز او ځینو نورو سیمو د پاکستان پوځي رژیم بریدونو کې درې ملکي وګړي شهیدان او ۴۵ نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې، ایران د پاکستاني چارواکو له لارې چې له امریکا سره په مذاکراتو کې د منځګړي رول لري، له متحده ایالتونو سره د هوکړې لپاره نوی وړاندیز وړاندې کړی خو ایران تر اوسه په دې رسمي څه نه دي ویلي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت وایي، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد له تفریحي او تاریخي سیمو شاوخوا ۶.۲ میلیون داخلي سیلانیانو او نږدې لس زره بهرنیو ګرځندویانو لیدنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې امریکا ته د یورانیمو لېږد هیڅکله د یوه انتخاب په توګه مطرح نه وو او په هیڅ صورت به بل ځای ته ونه لېږدول شي.
د امریکا ولسمشر وایي، که له ایران سره د سولې هوکړه ونه شي، نو اوربند به ونه غځوي او د دغه هېواد د بندرونو سمندري محاصره به دوام ولري؛ تهران بیا د ټرمپ دا کړنه د اوربند نقض بللې ده.