Language

بقایي: غني شوي یورانیم به په هیڅ صورت بل ځای ته ونه لېږدول شي

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۵): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې امریکا ته د یورانیمو لېږد هیڅکله د یوه انتخاب په توګه مطرح نه وو او په هیڅ صورت به بل ځای ته ونه لېږدول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون له رویټرز خبري اژانس سره په ټیلېفوني مرکه کې ویلي وو چې ایران به د بډایه شوو یورانیمو د بېرته را ایستلو او امریکا ته د هغو د لېږد برخه کې له امریکا سره همکاري وکړي.

بقایي ویلي چې د ایران بډایه شوي یورانیم په هیڅ صورت بل ځای ته نه لېږدول کېږي. هغه زیاته کړې چې امریکا ته د یورانیمو لېږدول د یوه انتخاب په توګه مطرح نه وو؛ لکه څنګه چې د ایران خاوره مقدسه ده، همداسې بډایه شوي یورانیم هم ورته ارزښت لري.

د هغه په خبره، د هرمز تنګي پرانیستل او تړل په ټولنیزو رسنیو کې نه ترسره کېږي، بلکې ایران د دې موضوع اصلي پرېکړه کوونکی دی.

بقایي ویلي، د اسرائیل او لبنان ترمنځ له اوربند وروسته، ایران اعلان کړی چې د هرمز تنګي له لارې د غیرنظامي کښتیو تګ راتګ د اړوندو مراجعو په ارزونه ازاد دی.

نوموړي ټینګار کړی، هغه څه چې د سمندري محاصرې په نوم یادېږي، خامخا به د ایران له مناسب غبرګون سره مخ شي.

بقایي په دوام کې ویلي چې سمندري محاصره د اوربند نقض دی او ایران به یې په اړه اړین تدابیر حتماً ونیسي.