Language

ټرمپ: ښایي له ایران سره اوربند ونه غځوم

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر وایي، که له ایران سره د سولې هوکړه ونه شي، نو اوربند به ونه غځوي او د دغه هېواد د بندرونو سمندري محاصره به دوام ولري؛ تهران بیا د ټرمپ دا کړنه د اوربند نقض بللې ده.

د اېن‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شپه له اریزونا ایالت له فینیکس ښاره واشنګټن ته د بېرته ستنېدو پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته ویلي: «ښایي دا تمدید نه کړم.»

هغه ټینګار کړی چې غواړي د ایران د بندرونو سمندري محاصره وساتي.

نوموړي زیاته کړې: «ښایي دا تمدید نه کړم؛ نو په دې صورت کې به محاصره موجوده وي او له بده مرغه موږ به اړ شو بېرته بمبارۍ پیل کړو.»

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې، د هرمز تنګي د محاصرې دوام د اوربند نقض بللی دی.

هغه زیاته کړې چې په دغه صورت کې به ایران متقابل اقدام وکړي.