په بغلان کې د ټېلري موټرو پرمخ تړل شوې لار خلاصه شوه
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د سړک خرابېدو له امله د ټېلري موټرو پرمخ د کابل- شمال تړل شوې لویه لار تر جوړېدو وروسته د ټولو موټرو پرمخ خلاصه شوه.
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د سړک خرابېدو له امله د ټېلري موټرو پرمخ د کابل- شمال تړل شوې لویه لار تر جوړېدو وروسته د ټولو موټرو پرمخ خلاصه شوه.
په کندوز ولایت کې د اختر په ورځو کې د څو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې مسوولین وایي، وروستيو ورښتونو په دغه ولايت کې ١٠٨ کورونه ويجاړ کړي، ١٢٠ جريبه کرنيزه ځمکه يې له منځه وړې او يو کس يې ټپي کړى دى.
په افغانستان کې د پاکستان سفیر وایي، د افغانستان سېلاب ځپلو لپاره د پاکستان د خیریه مرستو لومړۍ جوپه چې پکې درمل او خوراکي توکي شامل دي، د مزار شریف هوایي ډګر ته رسېدلې ده.
د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې د يوې نجلۍ په ګډون اته کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان د ترافیکو مدیر وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د دوو موټرو د ټکر له امله يو کس مړ شوی او دوه نور ټپيان دي.
حکومتي مسوولین وایي د بغلان ولایت پر یوه غرنۍ سیمه د تندر پرېوتو په پېښه کې یو شپونکی مړ شوی دی. بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریس مولوي مصطفی هاشمي د غوایی په…
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې داختر د څلورو ورځو په جریان کې ۱۳ ترافیکي پېښې رامنځ ته شوي. دهلمند د اطلاعاتو کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل…
د پکتيکا روغتيايي مسوولین وايي، د اختر په درېيو ورځو کې د دغه ولايت په مرکز ښرنه کې ۱۷۰ ترافيکي پېښې شوي چي له امله يې څلور تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله ۱۰۰۰ کورونه زیانمن، ۴ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان مسوولین وایي، د دغه ولایت پر ډنډ غوري او دهنه غوري سیمو د تېرې شپې له تېز باران وروسته د راوتو سېلابونو له امله څلور کسان مړه شوي او د سلګونو کورونو ترڅنګ د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکو کروندې یې اوبو لاندې کړې دي .
مسوولین وايي چې د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې پر يوه کور تندر لوېدلی چې له امله یې يوه ښځه مړه شوې.
په میدان وردګو او سمنګان ولایتونو کې ږلۍ او سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.
د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په مرکز مېمنه کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د نسبتاً تېز باران ورېدو او سېلابونو راوتلو په اړه خبر ورکوي.
د کابل - کندهار پر لویه لار په سید اباد ولسوالۍ کې د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له امله، دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د زابل د ترافیکو مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا ترافیکو پېښو کې دوه کسان مړه شوي دي.
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې دوه د تره زامن په کونړ سیند کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.
د نورستان د والي وياند سيف الدین لټون وايي، په يوه ترافيکي پېښه کې د دغه ولايت د واما ولسوالۍ د پخواني او نوي امنیه قوماندانانو په ګډون څلور کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ سیمه کې یوه شپږ کلنه ماشومه څاه ته لوېدلې او ژوند یې له لاسه ورکړې.
په مزارشریف کې د «سهدکان» پر جومات تر برید وروسته، «په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي» او د «بښنې نړیوال سازمان»، دغه برید په کلکو ټکو غندلی او د دغه ډول بریدونو د ژر بندېدو غوښتونکي شوي دي.
د فاریاب ځايي سرچینې وایي، د میمنې ښار او د یاد ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې، یو تن مړ او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.