وروستیو سیلابونو درنه مرګژوبله اړولې ده
پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې د راغلو سېلابونو له امله ۸۵ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
پېښو ته د رسېدنې چارو کې د دولت وزارت وایي چې په تېرو دوو ورځو کې په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې د راغلو سېلابونو له امله ۸۵ کسان مړه او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه وروڼه د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله زیانمن شوو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه کمېټې جوړې شوې.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې، ناڅاپي سېلابونو راتلو د احتمال خبر ورکوي.
د لوګر حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه ماشومان د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یو ځوان له غره لوېدلی او مړ شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، لومړنۍ شمېرې ښيي چې د تخار او بدخشان په څو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله د مالي زیانونو ترڅنګ، ۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۱۴ کسان ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي.
د کونړ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په غازياباد ولسوالي کې پر یوه کور تندر لوېدلی چې له امله یې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
اسلامي امارت په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې له سېلابځپلو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ اړوند ادارو او د ولایتونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې څو د خلکو د ژغورنې، د مړو راایستلو او د ټپيانو درملنې لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.
ځايي چارواکي وایي، د بغلان په بېلابېلو سيمو کې د سيلابونو له امله د مړو شوو ٥٠ کسانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي او د ژغورنې عملیات روان دي.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت برهکيبرک ولسوالۍ په سجاوند سیمه کې یو ۲۵ کلن ځوان د اوبو یوه چکډیم ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، برېښنا، ناڅاپي سېلابونو راتلو له احتمال خبر ورکوي.
د ننګرهار يو شمېر کروندګر چې وروستيو ورښتونو او سېلابونو يې ځمکې، فصلونه او باغونه زيانمن کړي، له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.
د لوګر ولایت مربوطاتو کې د کابل - ګردېز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې درې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې چې دوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه یې ژغورل شوې ده.
بدخشان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شهربزرګ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې دوه کسان د سېلابونو له امله مړه شوي او یو کس بیا د پاپېژانده وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د بغلان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او درې کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر کرنې ریاست وایي چې له تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریب کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.
وروستیو پرله پسې ورښتونو غزني کې د بالاحصار په ګډون د یو شمېر تاریخي ابدو ځینې برخې نړولې دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راتلو له امله ۱۴ کسان مړه او ۱۴۰ کورونه…
د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د زمردو په یوه کان کې د ګاز ډبې چاودنې له امله څلور کانکیندونکي ټپيان شوي دي.
د غزني حکومتي مسوولین وايي، د ناور ولسوالۍ عمومي لار چې د واورې ورېدو له امله یوه اونۍ مخکې تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
جوزجان کې یوه امنیتي سرچینه وايي، د سخت ورښت او توپان له امله د دغه ولایت په خواجهدوکوه ولسوالۍ کې د برېښنا یوه پایه چپه شوې چې یو کس ترې لاندې شوی او مړ شوی دی.