اروزګان او سرپل کې سېلابونه او توپان؛ د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي
اروزګان او سرپل کې د سېلابونو او توپان له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
اروزګان او سرپل کې د سېلابونو او توپان له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
په بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د فیضاباد – تخار لویه لار د وسایطو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د لغمان ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت الینګار ولسوالۍ د ټینکور سیمې په یوه کور کې د ګازډبې چاودنې یوه ښځه وژلې ده.
حکومتي مسوولین وايي چې په فراه کې یو کس د سېلابونو او په لوګر کې یو ماشوم سیند ته د لوېدو له امله مړه شوي دي.
فاریاب کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار څنډه کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو ځوانانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د فاریاب د ترافیکو مدیریت د حادثاتو مدیر احمدفهیم…
د ننګرهار په سرهرود ولسوالۍ کې د يوې خونې چت لوېدو پېښه کې دوه وړې نجونې مړې شوې او يوه بله ټپي ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د جلالاباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په غازي امانالله خان ښار ګوټی کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي…
د بامیان امنیه قومانداني وايي د دغه ولایت په سیغان او کهمرد ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو ماشوم مړ شوی او ۱۲ کسان نور ټپیان دي.
په غور ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله ۱۶۰ پسونه تلف شوي دي.
سمنګان کې روغتیایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې پر یو شمېر کارګرانو پاڼ رالوېدلی چې له امله یې یو کس مړ او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د سرپل ځایي مسوولین وایي چې سرپل کې د وروستیو سېلابونو له امله څه باندې زر هکتار کرنیزه ځمکه او ۴۲ سربندونه ویجاړ شوي دي.
د ننګرهار او ميدانوردګو ولايتونو چارواکي وايي، د سيند په اوبو کې د ډوبېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وايي، د سالنګ لویه لار چې تېره شپه د توپان او یخک له امله تړل شوې وه، بېرته د کوچنیو موټر پرمخ پرانیستل شوې ده.
حکومتي مسوولین وايي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په پکتیا او لوګر ولایتونو کې خلکو ته درانې مالي زیانونه اړولي دي.
بدخشان کې محلي مسوولین وايي، د فیضاباد - ولسوالۍ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.
ټولګټو وزارت وايي، سالنګ لویه لار چې د واورې ورېدو، توپان او د لید ساحې محدودیت له امله تېره شپه د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار بېرته د مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
لغمان کې پېښو ته د رسېدو ریاست وايي چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په بصرام سیمه کې د یوه کور دېوال نړېدلی چې له امله یې یوه مېرمن مړه شوې ده.
اړوندو ادارو د راتلونکو دوو ورځو لپاره د بارانونو او واورې ورېدو، سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځينو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې ډېرېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې مسوولین ووایي، د دغه ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې د غرښویېدنې له امله د یوې کورنۍ دوو غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پکتیا حکومتي مسوولین وايي، د ګردېز- ډنډپټان ولسوالۍ عمومي لار چې د غرښوېیدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د پکتیا حکومتي مسوولین وايي چې د ګردېز- ډنډپټان ولسوالۍ عمومي لار د غرښوېیدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو له امله د یوې خونې چت لوېدو له امله یو ماشوم مړ شوی او یوه ښځه ټپي ده.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شمالي نوزاد ولسوالي کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو درانه مالي زیانونه اوښتي دي .