ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي دي

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي دي

author avatar
3 May 2024 - 22:58
ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي دي
author avatar
3 May 2024 - 22:58

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د جلال‌اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په غازي امان‌الله خان ښار ګوټی کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصیر زابلي نن ماښام (د غويي ۱۴مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن له غرمې وروسته د جلال‌اباد ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند په غازي امان‌الله ښارګوټي کې د يو مرسيډیز موټر چپه له امله رامنځته ته شوې ده
هغه وویل، د نهمې امنيتي حوزې منسوبين د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپيان يي د درملنې په موخه د جلال‌اباد سيمه‌ييز روغتون ته لېږدولي دي.‌
د زابلي په خبره، ياده پېښه د موټر چلوونکي د بې‌غورۍ او ګړندي تګ له امله شوې ده.
د پېښې يوه عيني شاهد رحمان‌الله پژواک ته وويل، په موټر کې د واده د ورا خلک سپاره وو چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
يوسف ظريفي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.