منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

غړي

یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر ۸۶ کسانو ته لوړ شو

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۵۰ کسان مړه، ۳۶ نور ټپیان او څه باندې ۷۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.

غړي

ملا برادر د سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د مرستې او خواخوږۍ په موخه اروزګان ته تللی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه اروزګان ته تللی او ویلي یې دي په دغه ولایت کې یې د سیلاب‌‌ځپلو کورنیو ته  یوه اندازه مرستې هم په پام کې نیولي دي.

غړي

 یو شمېر ولایتونو کې د تېرو څو ورځو سېلابونو له امله ۶۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۳ کسان مړه، ۲۷ نور ټپیان او څه باندې ۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.

غړي

د سالنګ لویه‌ لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولین وايي، د وروستیو واورو او ورښتونو له امله د سالنګ لویه‌ لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو نور باروړونکي او مسافروړونکي موټر پر یاده لار تګ راتګ کولای شي.

غړي

د پروان ـ بامیان عمومي لار بېرته پرانیستل شوه

د ټولګټو وزارت وایي، د پروان – بامیان عمومي لار چې د دغه ولایت غوربند درې بېلابېلو سیمو کې، د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

نور راپورونه