Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویه‌ لار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

چاریکار (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولین وايي، د وروستیو واورو او ورښتونو له امله د سالنګ لویه‌ لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو نور باروړونکي او مسافروړونکي موټر پر یاده لار تګ راتګ کولای شي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس مولوي عبدالحلیم اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د سالنګ لویه‌ لار د واورو او ورښتونو له امله له دواړو لورو د ټېلري موټرو پرمخ تړل شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده لویه ‌لار د مسافروړونکو موټرو پرمخ خلاصه ده خو باروړونکي موټرونه به له نن څخه وروسته په نوبتي توګه د سالنګ پر لویه لار تګ را تګ وکړي.

د هغه په خبره، اوسمهال شمالي سالنګ کې باران او جنوبي سالنګ کې واوره ورېږي.

هغه له موټرچلوونکو وغوښتل چې د ټرافیک د مدیرت قوانین او د سالنګونو ساتنه په پام کې ونیسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.