منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

پېښې

۴،۶۳۸ راپورونه

راپورونه

غړي

وروستیو ورښتونو په درېیو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

په کونړ، اروزګان او لغمان ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو له امله یو شمېر کسانو ته د مرګ‌‌ژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼ استوګنیز کورونه زیانمن یا ویجاړ شوي، ډېر شمېر څاروي او لسګونه جریب کښتونه له منځه تللي دي.

غړي

کاپیسا او پنجشېر کې د وروستیو ورښتونو له امله ۵۲ کورونه ویجاړ او زیانمن شوي

ځايي چارواکي وايي چې د وروستۍ واورې او باران له امله په کاپیسا کې ۴۲ کورونه په قسمي او بشپړ ډول او په پنجشېر ولایت کې په قسمي ډول د ۱۰ استوګنیزو کورونو ویجاړېدو تر څنګ ۱۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

غړي

درېبو ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړ شوې دي

د غزني، پروان او میدان‌وردګ ځايي مسوولین وايي چې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله د غزني د درېیو ولسوالیو لارې له مرکز، د پروان د سالنګ ولسوالۍ د ځینو سیمو لارې د ولسوالۍ له مرکز او د بامیان – میدان‌وردګ لویه لار د دغه ولایت په مربوطاتو کې د تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې ده.

غړي

د هېواد اوو ولایتونو کې د واورې، باران او سړې هوا له امله ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د کب میاشتې له نهمې تر لسمې نېټې پورې په کندهار، هرات، بادغیس، هلمند، سرپل، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې د واورې، باران او سړې هوا له امله نهه کسان مړه او دوه ټپیان شوي دي.

نور راپورونه