د بامیان او دایکنډي نښلوونکې لارې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې
ځايي مسوولین وايي، د بامیان او دایکنډي ټولې نښلوونکې لارې چې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې وې، د پاککارۍ چارې یې بشپړې او بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې.
ځايي مسوولین وايي، د بامیان او دایکنډي ټولې نښلوونکې لارې چې د سختو واورو او توپان له امله تړل شوې وې، د پاککارۍ چارې یې بشپړې او بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې د غره د ښویېدنې په پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
د پنجشېر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې پېښه کې د یوه کان دوو کارګرانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو وايي چې د نورستان نورګرام ولسوالۍ ته مرستندوی ټيمونه لېږل شوي څو د غره ښویېدنې پېښه کې تر خاورو لاندې شوو کسانو په راایستلو کې همکاري وکړي.
د غزني په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
ځايي مسوولین وايي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د سختو واورو ورېدو او توپان له امله بامیان او دایکنډي ولایتونو ته غځېدلې ځینې لارې تړل شوې او د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.
د نورستان ټولګټو رياست وايي چې د واورې ورېدو له امله مرکز پارون ته ورغلې ټولې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
د نورستان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله تر شلو ډېر کسان مړه او ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د افغاني سره میاشتې ټولنه وايي، د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې یې زلزلهځپلو ته د څه باندې ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت ۱۹۲ کورونه جوړل کړي او یادو کورنیو ته یې سپارلي دي.
د غور ځايي مسوولین وايي چې د غور – کابل لویه لار د ډېرې واورې له امله د موټرو پر مخ تړل شوې ده.
بدخشان کې د واورې اورېدو او واورې ښویېدنې له امله د دغه ولایت له مرکز فیضاباد سره د دروازها پنځو ولسوالیو لارې له پرون راهیسې د شکي ولسوالۍ په «ده خواه» سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
مسوولین وايي چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو نور باروړونکي او مسافروړونکي موټر کولای شي تګ راتګ وکړي.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یو ۶۸ کلن سړی چې د کارېز اوبو ته د لوېدلي یوه ماشوم ژغورلو هڅه یې کوله، د کارېز نړېدو له امله مړ شوی خو ماشوم ژغورل شوی دی.
د غزني ولایت امنیتي مسوولین وایی، چې ددغه ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې په دوو جلا جلا ترافيکي پېښو کې د ښځو په ګډون ۷ تنه ټپیا شوي دي
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نسبتاً سختې واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
امنیتي مسوولین وایي، چې په کندهار ښار کې یوه ترافیک پولیس د دندې پر مهال د ترافیکي پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی.
ځایي مسوولین وایي چې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه- مقر ترمنځ پر لویه لاره دترافيکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تالقان ښار کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړو ژوند له لاسه ورکړی، خو ځايي اوسېدونکي د مړو شمېر شپږ کسان بولي.
بلخ ولایت کې په تېر یوه کال کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۰۸ کسان مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د غزني امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې یو کس د ډبرو سکرو د ګاز نیونې له امله مړ شوی دی.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یوه څلور کلنه ماشومه موټر وهلې او مړه شوې ده.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د فاریات په مرکز میمنه ښار کې د تېلو په یوه ټانک کې پرله پسې چاودنو او اورلګېدنې د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د تېلو ټانکونه له استوګنیزو سیمو څخه لرې ولېږدوي.
سمنګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خلم ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.