منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کرنه

۱،۸۱۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د هېواد په پنځو ولایتونو کې د «لمپي‌سکن‌« واکسین د تطبیق او وېش لړۍ پیل شوه

د کرنې وزارت مسوولین د هېواد په پنځو ولایتونو کې د «لمپي‌سکن» واکسین د تطبیق او وېش لړۍ د پیلېدو خبر ورکوي او وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مرسته به د راتلونکي کال تر غویي میاشتې پورې په ټول هېواد کې ۳ میلیون ډوزه واکسین تطبیق او ووېشل شي.

غړي

د دایکنډي خلک د ځنګلونو بې‌کچې وهلو ته اندېښمن دي

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې سختې وچکالۍ او د اوبو کمښت ته په کتو، د د دغه ولایت د استوګنو له لوري په پراخه کچه د ځنګلونو وهل او د سون‌توکو په توګه یې کارول خلک اندېښمن کړي دي.

غړي

کونړ کې پر سلګونو مالدارو او بزګرو د څارویو خوراکي توکي او اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، نن د دغه ولایت ۱۶۰۰ مالدارانو او کروندګرو ته د څه باندې ۳۴۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د څارویو خوراکي توکو او د سبزیو اصلاح شوو تخمونو د ورکړې لړۍ پیل شوه.

غړي

فاریاب کې له ۷۰ سلنې ډېرې شنې‌خونې په کمه بیه پلورل شوې دي

په فاریاب کې بزګر او مسوولین وایي، په تېرو لسو کلونو کې د تېر نظام پر مهال له ۷۰ سلنې ډېرې شنې‌خونې چې د کرنې د ودې، د خوړو بسیاینې، د بې‌وزلۍ کمولو او د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړې شوې وې، د زړو اوسپنو په توګه پلورل شوې یا له استفادې وتلې دي.

نور راپورونه