ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شوکاڼي کان‌کیندونکو ونې وهلې او د ځنګله ډېره برخه یې زیانمنه کړې ده

ننګرهار کې د شوکاڼي کان‌کیندونکو ونې وهلې او د ځنګله ډېره برخه یې زیانمنه کړې ده

author avatar
22 Sep 2022 - 12:21
ننګرهار کې د شوکاڼي کان‌کیندونکو ونې وهلې او د ځنګله ډېره برخه یې زیانمنه کړې ده
author avatar
22 Sep 2022 - 12:21

جلال‌اباد (پژواک، ٣١ وږی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د دغه ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د شوکاڼي کانونو کیندنې له امله د ځنګله ډېره برخه زيانمنه شوې ده.

دوی وايي، کوم کانونه چې دي، هلته د کانونو کیندونې شرکتونو له لوري شنې ونې له منځه وړل شوې دي.

د ننګرهار د کرنې رياست د طبيعي زېرمو امر قاري سيداغا د وږي په ٣١ مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په کدي‌خېلو سيمه کې د شوکاڼي کانونو کیندونکو شرکتونو له لوري د ځنګله ونې وهل شوې دي.

دی وايي، پرون د کرنې رياست اړوند د شېرزادو ولسوالۍ د عشر او زکات مسوول قاري اسامه له يادې سيمې د ليدنې پر مهال وويل چې ډېرې شنې ونې د شرکتونو له لوري وهل شوې او د ځنګله ډېره ساحه تخريب شوې ده.

بلخوا د ننګرهار د چاپېريال سانتې رييس فيروز محمدزي هم پژواک ته وويل، دا هغه شرکتونه دي چې د کانونو وزارت جواز لري خو د چاپېريال‎ساتنې له ادارې يې جواز نه دی ترلاسه کړی.

دی زياتوي: «دا موضوع د جمهوريت له وختونو روانه وه، هغو ځايونو کې چې معدنونه موجود وو او شرکتونو کار کاوه، که ځنګل ته رسېدل، نو پر ځنګلونو يې رحم نه دی کړی او اوس هم دا موضوع روانه ده.»

د چاپېريال‎ساتنې رييس وايي، دا چې دغه اداره يوه پاليسي جوړوونکې اداره ده او کوم اجرائيه قوه نه لري، نو ځکه يې مستقيماً اقدامات نه دي کړي، خو دغه موضوع يې د ولايت له مقام او امنيتي ادارو سره شريکه کړې ده.

د ننګرهار ولايت د کانونو او پټروليم رييس مفتي عبدالحميد اخندزاده هم پژواک ته وويل چې د اصولو خلاف په شېرزادو کې د کانونو کیندنې پر مهال شنې ونې وهل شوې دي.

خو دى زياتوي: «مخکې يې ونې قطع کړې وې، خو له کله چې موږ تجارانو سره وکتل، غونډه مو ورسره وکړه، مکمل مو پرې بند کړل او ورته مو وويل چې يوه ونه به هم نه قطع کوئ او نه به قطع کېږي.»

دی وايي، د ولايت له مقام او اړوندو امنيتي ادارو سره يې سلا مشورې پيل کړې چې د ځنګلونو خپلسرې وهنې مخنيوي، په ځانګړې توګه د کانونو په سيمو کې د دې چارې مخنيوي لپاره ځانګړې تګلاره رامنځته کړي.

د کانونو د رييس په وينا، سوداګرو ورته پوره ډاډ ورکړی چې د دې چارې مخه جدي نيسي او نور به شنې ونې نه پرې کوي.

د ننګرهار د شوکاڼي پروسس فابريکو او شرکتونو ټولنه وايي، پخوا دغه چاره ترسره شوې خو اوس يې په کلکه مخه نيول شوې ده.

د شوکاڼي يو سوداګر عبدالوهاب خوږياڼي پژواک ته وويل، د شوکاڼي ټولنې له لوري د دې چارې مخه په کلکه نيول شوې او هڅه کېږي چې بېرته په تخريب شوو ځايونو کې ونې وکرل شي.

د يادونې ده، اوسمهال په ننګرهار کې د شوکاڼي د نيمه پروسس پر لسګونو فابريکو سربېره د استخراج (کیندنې) ګڼ شرکتونه هم شته چې زرګونو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

Visits: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.