ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې نامعلومو کسانو د مڼو ۳۰۰ ونې اره کړې دي

پکتيکا کې نامعلومو کسانو د مڼو ۳۰۰ ونې اره کړې دي

author avatar
13 Sep 2022 - 17:30
پکتيکا کې نامعلومو کسانو د مڼو ۳۰۰ ونې اره کړې دي
author avatar
13 Sep 2022 - 17:30

ښرنه (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۱): د پکتيکا ولايتي چارواکي وایي، تېره شپه ناوخته د اومنې ولسوالۍ مرکز ته نږدې سيمه کې د مڼو د يوه بڼ ۳۰۰ حاصل ته رسېدلې ونې د نامعلومو کسانو له لوري اره شوې دي.

د دغه ولایت د والي وياند مولوي ثناءالله معصوم نن ماسپښين پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه د اومنې ولسوالۍ مرکز ته نږدې په ګناوې کلي کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، تر اوسه د پېښې څرنګوالی څرګند نه دی خو ظاهراً داسې ښکاري چې د قومي او شخصي ستونزو له امله شوې وي.

دی وايي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي د دغې پېښې عاملان پيدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د اومنې ولسوالي يوه اوسېدونکي صدام حسین د دې پېښې په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مڼو دغه باغ د قومي مسایلو او ځمکو پر سر د رامنځته شوو لانجو له امله اره شوی دی.

هغه زیاته کړه: «دغه کس چې دا باغ یې اره شوی، په کلي کې ډېرې لانجې لري، زه فکر کوم چې دا کار هم د کومې لانجې له امله شوی خو کسان لا نه دي پېژندل شوي چې دا کار چا کړی دی.»

دی وايي، د دوی د کليوال په دغه باغ کې شاوخوا ۸۰۰ د مڼو، بادامو او نورو مېوو ونې شته چې له جملې یې حاصل ته رسېدلې د مڼو ۳۰۰ ونې د نامعلومو کسانو له خوا اره شوې دي.

د هغه په خبره، په اومنې ولسوالۍ کې د ځمکو پر سر د لانجو او دعوو له امله وخت ناوخت ورته پېښې کېږي.

Visits: 749

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.