افغانستان سره تراوسه څه کم ۹سوه ميليونه ډالره مرسته شوې
د افغانستان بانک وایي، افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې تر دې مهاله ٨٨٩،٦ ميليونه امريکايي ډالره نغدي مرسته شوې ده.
د افغانستان بانک وایي، افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې تر دې مهاله ٨٨٩،٦ ميليونه امريکايي ډالره نغدي مرسته شوې ده.
د کندوز د اقتصاد رییس وايي، په دې وروستیو کې دغه ولایت کې ۵۰ ملي او نړۍوالو موسسو د مرستو رسونې، روغتیا، ښوونې او روزنې او نورو برخو کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.
په تخار ولایت کې د زينتي مرغانو ځیني پلورونکي وايي، د تېرو څو کلونو په پرتله، د مرغانو ساتنې سره د خلکو لېوالتيا کمه شوې چې له امله يې د دغو مرغانو په بيه او پلور کې هم کموالى راغلى دى.
د کندهار د کانونو او صنایعو خونې مسوولین او صنعتکاران وايي، د برېښنا ستونزې د حل په موخه دې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا د لېږد درېدلې چارې بېرته پیل شي.
د کابل ښاروالي وایي چې د کابل په ښار کې ۱۱ دولتي بسونو په دوو مسیرونو کې فعالیت پیل کړ.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، نن د دغه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر د لومړي ځل لپاره په يوه ترانزيټي بندر بدل شو.
د لغمان د ترافيکو مدیريت وايي، په دغه ولايت کې به زرګونو هندي رېکشاوو ته جواز سیر او نمبر پليټونه ورکړل شي.
د بشر دوستانه مرستو په دوام، د ۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
مرکزي بانک (د افغانستان بانک) اعلان کړی چې ۱۲،۵ میلیونه ډالر د یوې داوطلبۍ له لارې پلوري.
د مالیې وزارت وایي، د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو باروړونکو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي، څو د ترافیکي تراکم له امله د تازه مېوو د خرابېدو مخه ونیول شي.
مرکزي بانک (د افغانستان بانک) په هېواد کې پر اسلامي بانکدارۍ د متعارفې بانکدارۍ د بدلولو د هڅو د دوام خبر ورکوي.
د کابل يو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې چې دوى يې د پېرلو توان نه لري؛ خو بل لور ته ښاروالي بيا د نرخونو د کنټرول په موخه د يوه کمېسيون د جوړېدو خبر ورکوي.
که څه هم افغان سوداګرو وخت په وخت له پاکستاني لوري غوښتي چې د افغان سوداګرۍ په وړاندې دې ستونزې نه جوړوي او د سوداګرۍ په برخه کې دې اسانتیاوې رامنځ ته کړي خو سوداګر وایي، پاکستان اکثره وخت بیا هم د افغان سوداګرو په وړاندې ستونزې جوړوي.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې په چوکاټ کې د غزني د صنایعو او کانونو خونه پرانيستل شوه. په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د غزني ولایتي خونې رییس حاجي عبدالرحمن احمدي د سوداګرۍ له وزارت او ولایتي چارواکو وغوښتل چې د غزني لپاره دې په بېړنۍ توګه د صنعتي پارک د ځمکو وېش پیل کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اریانا او کام اير هوایي شرکتونو سره د حاجیانو د لېږد رالېږد هوکړې لاسلیک کړې دي.
په تخار کې د رسنیو مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د اقتصادي ستونزو له امله د ۱۷ رسنیو له ډلې یوازې څلور یې فعالیت لري.
د هرات ولایت د ځمکني ترانسپورټ رياست مسوولین د تېر کال په پرتله په تېرو دوو مياشتو کې د دغه ریاست په عوايدو کې د ۵ سلنه زياتوالي خبر ورکوي.
په کندز ولایت کې د ځینو سیمه ییزو رسنیو مسوولین د اقتصادي ننګونو په اړه اندېښمن دي او وايي، په وروستیو میاشتو کې یې ډېری کارکوونکو د معاش نشتوالی له امله، خپلې دندې پرېښې دي.
د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې چارواکي وایي، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې له اته ورځني ځنډ وروسته، یاد بندر نن سهار د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو پرمخ پرانیستل شو.
کابل ښار کې په ځینو نانوایيګانو کې د ډوډۍ وزن د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوي نرخه شاوخوا درې سلنه کم دی، خو غوښه شاوخوا شل سلنه له ټاکلي نرخه په لوړه بیه پلورل کېږي.