Language

افغانستان سره تراوسه څه کم ۹سوه ميليونه ډالره مرسته شوې

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې تر دې مهاله ٨٨٩،٦ ميليونه امريکايي ډالره نغدي مرسته شوې ده.

دغه څرګندونې د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند په يوه ويډيوي پيغام کې کړې دي.

مومند وایي، تر دې مهاله افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې ٨٨٩،٦ میلیونه امريکايي ډالره نغدي مرسته شوې ده.

هغه زیاتوي چې د افغانستان بانک له بشر دوستانه مرستو د مننې تر څنګ له نړیوالې ټولنې غواړي، څو افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکارۍ ته مخه کړي.

‏‏د نوموړي په خبره، د نړیوالې ټولنې له خوا د بانکي سکتور له لارې د مرستو ترسره کول کولای شي د مرستو د وېش په برخه کې روڼتیا رامنځته کړي او خلکو ته په اسانه ورسېږي.

د افغانستان بانک د ویاند د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې ۳۰ کڅوړې نغدي مرسته شوې ده.