د تېرې شنبې پرتله، نن د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیه له ۳ سلنې ډېره لوړه شوې
د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې لوړوالي له امله، نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د نفتي توکو بیې له ۵ سلنې ډېر او د خوراکي توکو بیې نږدې ۴ سلنه لوړې شوې دي.
د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې لوړوالي له امله، نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د نفتي توکو بیې له ۵ سلنې ډېر او د خوراکي توکو بیې نږدې ۴ سلنه لوړې شوې دي.
کاسهتراشي د هېواد لرغونی لاسي صنعت دی چې لا هم په تخار کې له ډېر عاید لرونکو کسبونو شمېرل کېږي خو د هېواد په بازارونو کې د وارداتي لوښو ډېرېدل د دې لامل شوي چې دغه صنعت خپل مینهوال نږدې له لاسه ورکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت د ۱۴۰۱ کال لپاره ۲۳۱.۴ میلیارده افغانۍ بودجه تصویب کړه، وایي چې دغه بودجه په بشپړ ډول له کورنیو عوایدو تمویلېږي.
د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ځانګړي کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې د ډبرو له سکرو د برېښنا د تولید په اړه له اړوند وزارتونو سره څېړنې وکړي. د…
په کندهار کې د برېښنا د کمښت او ګڼو نورو ستونزو سربېره د چرګانو دانې د تولید یوه لویه فابریکه فعاله ده چې د کابل په ګډون د هېواد ۱۵ ولایتونو ته خپل تولیدات استوي.…
د کابل ښاروالي وایي چې د ښاري خدمتونو محصول نه ورکولو او د پلیو لارو د غصب له امله د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې موټر پلورنځي يې تړلي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت ويلي، يوه ترکي شرکت د افغانستان د اوبو بندونو جوړولو، د اوبو او بادي برېښنا د تولید برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي، چې د افغانستان اړوندو وزارتونو ترمنځ د رېل پټلۍ د نقشې پر نهايي کولو کار دوام لري او ژر به یې وروستۍ بڼه اوزبک لوري سره شریکه شي.
د میدان وردګو ولایت مرکز میدانښار کې په ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د تخت کوتل صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې ۷۰ بېلا بېلې تولیدي فابریکې به په کې فعالیت کوي.
د هلمند د احصایې او معلوماتو ریاست مسئولین وایي، په دغه ولایت کې یې د تېري وري میاشتې په جریان کې د برېښنايي تذکرو د وېش له لارې یونیم میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د فراه يو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ولايت کې د موسمي کرنيزو محصولاتو له توليد سره د افغانيو زاړه بانکنوټونه ډېر شوي چې له امله يې خلک په پېر او پلور کې له ستونزو سره مخامخ دي.
یوې چینایي کمپنۍ د افغانستان د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په ليدنه کې په دغه هېواد کې د برېښنا د تولید او بندونو جوړولو پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت د قرغزستان له پلاوي سره د انټرنیټ پر ښه کیفیت او ارزانه بیې ترلاسه کولو خبرې وکړې. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د غویي…
د ننګرهار د برېښنا رياست وايي، د دغه ولايت د درونټې برېښناکوټ درېيم توربين چې له تېرو ۴۲ ورځو راهیسې يې د اساسي ترميم کارونو دوام درلود، جوړ او نن ګټې اخیستني ته وسپارل شو.
د افغانستان د جلغوزو سوداګرو اتحادیه وایي چې په دې وروستیو کې د جلغوزو په صادارتو کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی. په دې تړاو د افغانستان د جلغوزو سوداګرو اتحادیې مشر یحیى خان ځدراڼ…
د کندهار د صنایعو او سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ګڼو تولیدي توکو تر منځ، شپږ تولیدي توکي په دغه ولایت کې په دومره پیمانه تولیدېږي چې له نورو هېوادونو یې واردولو ته اړتیا نشته.
په کابل ښار کې ځيني قره قل پلورونکي د قره قل په خرڅلاو او تولید کې د ۹۰ سلنه کموالي یادونه او شکایت کوي، له حکومته غواړي چې د دغه وضعیت ملاتړ دې وکړي څو له سقوط سره مخ نه شي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رياست وايي چې د چين هېواد يو شمېر سوداګرو د دغه ولايت د قيمتي ډبرو په برخه کې د پانګونې ډاډ ورکړی دی.