منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د پلخمري نساجۍ فابریکه یو ځل بیا فعاله او د رنګه ټوکر تولید ته چمتو شوې

بغلان ولایت کې د پلخمري نساجي فابریکې مسوولین وايي، یاده فابریکې یې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا فعاله او د هر ډول رنګه ټوکر تولید ته چمتو کړې ده چې په نږدې راتلونکې کې به په رسمي ډول تولیدات پیل کړي.

غړي

کابل ښار کې د ځینو لومړنیو توکو بیې ټیټې شوې دي

نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر د ارزښت د ټیټېدو ترڅنګ د قزاقي اوړو، هندي بورې، مالیزیایي غوړیو او پټرول او ډیزلو بیې ټیټې خو د سرو‌زرو بیې لوړې شوې دي.

غړي

کرزي افغانستان کې د ټاپي پروژې د پیل هرکلی وکړ

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې د غځولو پروژه، د افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه ده.

غړي

رییس‌الوزراء: د ټاپي پروژې تطبیق به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته کړي

د اسلامي امارت ريیس‌الوزراء د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو د چارو د پیل مراسمو کې ویلي، دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته کړي او د دواړو هېوادونو ملتونو ته به یې ډېره ګټه ورسېږي.

بغلان کې د لاسي صنایعو کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې

بغلان کې د ښځو د لاسي صنایعو د کارخونو مسوولانې وايي، د پخوا په پرتله اوس له دوی سره په کارخونو کې کار کولو ته د نجونو لېوالتیا ډېره شوې چې لامل یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو ځنډېدل دي.

افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې عملاً پیل شوې

د ټاپي یا له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګاز نل‌لیکې پروژه – چې څنګ ته د نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ او سړک پروژې هم لري – نن په هرات کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ورسره د «ټاپ» پروژې اړوند د نورالجهاد سب‌سټېشن هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

غړي

ملا محمدحسن اخند ترکمنستان ته ورسېد

رئیس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې چارو د پیل مراسمو کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ورسېد.

هرات کې یوه متشبثه؛ د رسټورانټ په جوړولو مې ښځو ته د افکارو تبادلې او مطالعې مناسب چاپېریال برابر کړی

هرات کې یوه ښځه چې د یونیم میلیون افغانیو په پانګونه یې د ښځو لپاره ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی وايي، دلته د خوړو خدماتو ترڅنګ ښځو ته د افکارو د تبادلې او مطالعې مناسب چاپېریال هم برابر شوی دی.

نور راپورونه