منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۱ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

نن کابل ښار کې د تېرو اووه ورځو په نسبت د ځینو خوراکي توکو بیې ټیټې شوې دي

نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی، د پاکستانۍ وریجو، هندۍ بورې او مالیزیایي غوړیو بیې ټیټې شوې، خو د نفتي توکو، اوړو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

غړي

افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ برخه کې د لا ښې همغږۍ په موخه ګډه کمېته جوړوي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له ترکمنستان سره د انتقالاتو د زیاتېدو، د سوداګرو د ستونزو حل او د لا ښې همغږۍ په موخه د دواړه هېوادونو اوسپنې پټلۍ له مسوولینو څخه یو ګډه کمېټه جوړېږي.

غړي

عزیزي: له چین سره د واخان بندر پر پرانیستلو یوې هوکړې ته نږدې شوي یو

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وایي چې د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د وزیرانو شورا غونډه کې د واخان بندر په اړه خبرې شوې او ډېر ژر به له چین سره د دې بندر پر پرانېستلو یوې هوکړې ته ورسېږي.

غړي

د بانکونو پېرودونکو ته د پیسو اخیستو برخه کې محدودیت نور هم کم شو

د افغانستان بانک وایي، ټول سوداګریز بانکونه او د بهرنیو بانکونو نمایندګۍ اړ دي چې د امریکایي ډالرو انفرادي حساب‌لرونکو ته په اونۍ کې زر امریکایي ډالر او د افغانۍ انفرادي حساب‌لرونکو ته په اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ ورکړي.

غړي

مالیې وزارت پر اته قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه

د مالیې وزارت وايي، په بوریو کې د راواردېدونکو وچو شیدو، د تعمیراتي رنګ، د پلاستیکي یووار مصرف لوښو، د قالینو، موکتونو او نورو فرشونو، د ترکي بخاریو، د تریشر ماشینونو، د مالټو او کینو او د مصنوعي پنبې پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.

نور راپورونه