منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۹ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
برخه

سوداګري او اقتصاد

۷،۲۵۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د موټرو باقیداري له اتیا تر سل سلنې وبښل شوه

د افغانستان حکومت د موټرو باقیداري د ۱۳۹۴ کال تر پایه او له هغه مخکې کلونو سل سلنه، له دې نېټې وروسته تر ۱۳۹۷ کاله ۹۰ سلنه او له ۱۳۹۸ کال څخه تر ۱۴۰۱ کاله ۸۰ سلنه وبښله.

غړي

شکیب: پاکستان دې د تورخم دروازه ژر تر ژره پرانیزي

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي چې د تورخم دروازې بندوالی د دواړو هېوادونو پر زیان دی او له پاکستانه غواړو چې  یاده دروازه ژر تر ژره پرانیزي.

هرات کې لبنیات پلورونکي: حکومت دې د بهرنیو لبنیاتو پر وارداتو تعرفه لوړه کړي 

هرات کې یو شمېر لبنیات پلورونکي د کورنیو لبنیاتو د پلور بازار پیکه کېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دغه ولایت ته پر واردېدونکو بهرنیو لبنیاتو دې تعرفه لوړه کړي او له وارداتو دې یې مخنیوی وکړي.  

غړي

اقتصادي معاونیت: تېرو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیارد افغانیو په ارزښت توکي صادر شوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د روان لمریز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیارد افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. یاد معاونیت نن (وږي ۱۳مه) پر…

نور راپورونه