کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): نن د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله کابل ښار کې له غوړیو او هندي بورې پرته د نورو لومړنیو خوراکي توکو بیې نږدې لس او د نفتي توکو بیې څه باندې اته سلنه لوړې شوې دي.
د سالنګ لویې لارې تړل کېدل او د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت وروستي بدلونونه د تېرې اونۍ پر پرتله دا شنبې د لومړنیو او نفتي توکو د بیو لوړېدو لاملونه دي.
د پژواک د یوه خبر له مخې، د افغانستان ټولګټو وزارت اعلان کړی و چې د وږي په ۱۹مه د سالنګ تونل کې دننه د کانکرېټاچونې کار پیلېږي او دغه لاره به د شاوخوا یوې میاشتې لپاره د تګراتګ پر مخ تړلې وي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۸.۴۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ۱۱مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۸ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ تبادله کېدې.
د یادولو ده، په وروستیو شاوخوا ۲۰ ورځو کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ثابت حالت کې نه دی چې د وږي په نهمه د یو امریکايي ډالر د پېر بیه تر ۷۲ افغانیو راټیټه شوه خو د همدې میاشتې په ۱۳مه یو امریکايي ډالر په ۸۱ افغانیو تبادله کېده.
صرافان د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو لامل په سوېلي ولایتونو کې پر پاکستانۍ کلدارو پر راکړه ورکړه بندیز، د مرکزي بانک له لوري د ډالرو لیلامول او وروستی ګډوډ وضعیت بولي.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې یوه صراف احمدشاه وویل: «کله چې د افغانۍ ارزښت لوړیږي، خلک وارخطا کېږي او خپلې ساتلې پیسې پر افغانیو بدلوي او کله چې ډالر لوړیږي، خلک خپلې ذخیره کړې پیسې په ډالرو تبادله کوي چې په نتیجه کې یې بازار بېثباته شوی دی.»
د نفتي توکو بیو لوړېدل
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۷ څخه ۷۳ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۶۰ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










