سوداګري او اقتصاد
راپورونه
د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (چهارشنبه) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. د افغانستان مرکزي بانک نن (سه شنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او…
د افغانستان بانک په ۱۴۰۱ کال کې د افغانیو د ثبات لپاره څه باندې ۹۷۸ میلیون ډالر لیلام کړي
د افغانستان بانک د ۱۴۰۱ لمریز کال له پیل بیا تر پایه د افغانیو د ارزښت او ثبات ساتلو په موخه په ۷۱ ځلونو کې څه باندې ۹۷۸ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې…
بلخ کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د کاپیسا باستان شرکت او سوداګرۍ خونې له لوري د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
سږ کال یو میلیارد او ۵۳۶ میلیون ډالر نغدي بشري مرسته افغانستان ته رارسېدلې ده
په ۱۴۰۱ کال کې یو میلیارد او ۵۳۶ میلیون ډالره نغدي بشري مرسته افغانستان ته رارسېدلې او دغه کچه د تېر کال په وروستیو څلورو میاشتو کې ۴۵۴.۴ میلیون ډالر وه.
“له شبرغانه تر کابله د ۵۰۰ کيلوولټه برېښنا مزي غځولو پاتې چارې دې پیل شي”
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، له شبرغان تر الوان دښتې او بيا د کابل تر ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد مزي او په دغو سيمو کې د سب سټېشنونو د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره دې د تمویل سرچينې وڅېړل شي او تر هغه وروسته دې يې چارې پيل شي.
د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
سږ کال د کندهار ښاروالۍ عواید ۸۵ سلنه ډېر شوي
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغې ادارې عواید ۸۵ سلنه لوړ شوي چې ورسره په کندهار ښار کې د بیارغونې کارونه هم ډېر شوي دي.
د ایران سفیر: چمتو يو افغاني محصولات او مېوې په ښه بیه وپېرو
کابل کې د ایران سفیر وايي، هېواد یې چمتو دی چې افغاني محصولات او مېوې په ښه بيه وپېري او هم له افغان بزګرو سره همکاري وکړي.
کابینې افغانستان ته د بهرنیو باروړونکو موټرو د داخلېدو طرحه تصویب کړه
کابینې د افغانستان خاورې ته د بهرنیو باروړونکو موټرو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تصویب کړې ده.
پاکستاني رسنۍ: د جلالاباد – پېښور ترمنځ د مسافروړونکو بسونو د تګ راتګ هوکړه شوې
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې افغان او پاکستاني چارواکو د جلالاباد – پېښور ترمنځ د مسافروړونکو بسونو د تګ راتګ هوکړه کړې ده. د پاکستان اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په راپور کې راغلي، پاکستاني او…
د افغانیو ارزښت په لوړېدو سره د ځینو لومړنیو توکو بیې لوېدلې دي
په کابل ښار کې نن له دې امله چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت ټیت شوی، د مالیزیایي غوړیو، اوبلن ګاز او قزاقي اوړو بیې لوېدلې خو د هندي بورې، تېل، پټرول او سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د بدخشان په کوفاب ولسوالۍ کې یو سوداګریز مرکز پرانیستل شو
د بدخشان په کوفاب کې د «الفتح» په نوم یوه سوداګریز مرکز پرانیستل کېدو ته د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي او وایي، له دې مخکې په دې ولسوالۍ کې دغه ډول کوم سوداګریز مرکز نه و.
د هلمند صرافان: د افغانیو کمښت له امله راکړه ورکړه په کلدارو کېږي
په هلمند کې صرافان وايي، په دې ورستیو کې د افغانیو او ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارو په بېثباته کېدو سره په دغه ولایت کې دوی او عام خلک تاواني شوي دي.
کورنیو چارو وزارت: د موبایل پلورونکي او پېرېدونکي به ځانګړې فورمې ډکوي
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي، له دې وروسته ټول «ګرځنده ټيلیفون» پلورونکي مکلف دي چې د موبایل خرڅولو پر مهال د پېرېدونکي معلومات په ځانګړي رسمي فورم کې ثبت او راجسټر کړي.
د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۶ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک د راتلونکې شنبې په ورځ ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
سویډن له افغانستان سره څه باندې ۷ میلیون ډالر مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا/ UN OCHA وايي، سویډن له افغانستان سره ۷،۴ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
کابل کې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو
د کابل په بادامباغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري «د کرنې پراختیا د خلکو د سوکالۍ تضمینوونکې» تر سرلیک لاندې د کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو چې څلور ورځې به دوام ولري.
سږ کال د کونړ مستوفیت نږدې ۳۳۳ میلیون افغانۍ عواید ټول کړي
د کونړ مستوفیت چارواکي وايي چې د دې ادارې د سږ کال عواید د تېر کال په پرتله ۵۵ سلنه ډېر شوي دي.
د فراه او نیمروز له بندرونو ۱۸ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایرانه وارد شوي ۱۸ ټانکره بېکیفیته تېل یې د فراه او نیمروز له بندرونو بېرته دغه هېواد ته ګرځولي دي.
د پسرلي په را رسېدو کابل ښار کې د نیالګیو بازار ښه شوی
د پسرلي موسم په را رسېدو سره نیالګيپلورنځیو د کابل ښار بڼه بدله کړې ده؛ نیالګيپلورونکي وايي، هره ورځ لسګونه کسان د نیالګیو پېرلو لپاره ورته مراجعه کوي.
د بېاسنادو موټرو د ګمرکي محصول پروسه د یوه کال لپاره وغځول شوه
د افغانستان د ریاستالوزراء اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې، د بېاسنادو موټرو د ګمرکي محصول پروسه د ۱۴۰۲ کال تر پایه وغځول شوه.
دوو چینايي سوداګرو افغانستان کې د سړکونو اساسي جوړولو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
دوو چینایي سوداګرو د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې په اساسي ډول د سړکونو او لويولارو جوړولو برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
























