ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک په ۱۴۰۱ کال کې د افغانیو د ثبات لپاره څه باندې ۹۷۸ میلیون ډالر لیلام کړي

د افغانستان بانک په ۱۴۰۱ کال کې د افغانیو د ثبات لپاره څه باندې ۹۷۸ میلیون ډالر لیلام کړي

author avatar
21 Mar 2023 - 13:52
د افغانستان بانک په ۱۴۰۱ کال کې د افغانیو د ثبات لپاره څه باندې ۹۷۸ میلیون ډالر لیلام کړي
author avatar
21 Mar 2023 - 13:52

کابل (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۲): د افغانستان بانک د ۱۴۰۱ لمریز کال له پیل بیا تر پایه د افغانیو د ارزښت او ثبات ساتلو په موخه په ۷۱ ځلونو کې څه باندې ۹۷۸ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

د دغه بانک مسوولین وايي، د افغانیو د ثبات په موخه د ډالرو د لیلام دغه چاره د کال په اوږدو کې د معقولو پولي سیاستونو پر بنسټ ترسره شوې چې په نوي ۱۴۰۲ کال کې به هم دوام ورکړي.

خو د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي چې په بازار کې د ډالرو لیلام که څه هم د افغانیو ارزښت ساتلی خو د تلپاتي ثبات او ارزښت ساتلو لپاره یې لازمه ده هېواد ته واردات کم او صادرات زیات شي.

د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي چې د افغانستان بانک په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ۷۱ ځلونو کې ۹۷۸ میلیون او ۵۰۰ زره امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

یاد بانک د دغه کال په وري میاشت کې په پنځه ځلونو کې ۶۲ میلیون، په غويي میاشت کې په پنځه ځلونو کې ۶۱ میلیون، په غبرګولي میاشت کې په څلورو ځلونو کې ۴۸،۵ میلیون، په چنګاښ میاشت کې شپږو ځلونو کې ۷۱ میلیون، په زمري میاشت کې درېیو ځلونو کې ۳۶ میلیون، په وږي میاشت کې څلورو ځلونو کې ۴۷ میلیون، په تلې میاشت کې څلورو ځلونو کې ۴۲ میلیون، په لړم میاشت کې شپږو ځلونو کې  ۷۸ میلیون، په لېندۍ میاشت کې اووه ځلونو کې ۱۰۶ میلیون، په مرغومي میاشت کې اووه ځلونو کې ۱۰۷ میلیون، په سلواغې میاشت کې نهو ځلونو کې ۱۴۵ میلیون او په کب میاشت کې یوولس ځلونو کې ۱۷۵ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي دي.

د افغانستان بانک مرستیال ویاند حسیب‌الله نوري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه بانک په تېر یوه کال کې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره له معقول پولي سیاسته کار اخیستی چې یو یې د اسعارو لیلام دی.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو د تطبیق له لارې توانېدلی چې په تېر یوه کال کې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي چې لله‌الحمد اوسمهال د افغانستان پولي واحد د ګاونډيو او ځینو نورو هېوادونو د پولي واحدونو په پرتله ښه دی.»

د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې په بازار کې د ډالرو لیلام که څه هم د افغانۍ ارزښت ساتلی خو دا چاره پایداره نه ده تر څنګ یې باید له هېواده بهر ته د صادراتو پر زیاتولو هم کار وشي.

د اقتصادي چاور شنونکي قیس محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، هغه هېواد چې له ډالرو پرته بل پولي واحد ولري، اړ دی د خپل پولي واحد د ارزښت ساتلو لپاره په منظم ډول په بازار کې په کافي اندازه ډالر ولري.

دی وایي، کله چې ډالر په بازار کې کمېږي، بیه یې لوړېږي او کله چې ډالر په بازار کې زیاتېږي بیه یې هم راټيټېږي.

د ده په خبره، ډالر هغه مهال هېواد ته راځي چې له افغانستان سره مرسته وشي یا نورو هېوادونه ته خپل توکي صادر کړي.

هغه زیاته کړه: «په اوسنیو شرایطو کې افغانستان له نورو هېوادونو توکي په ډالرو واردوي، د افغانستان بانک اړ دی چې خپل ذخایر لیلام کړي خو د دې لپاره چې د دغه بانک ذخایر و نه کارول شي، لازمه ده د هېواد صادرات او واردات په یوه اندازه شي.»

هغه زیاتوي، د دې لپاره چې یو با ثباته پولي نظام موجود وي او د پیسو ارزښت په تبادله کې وساتل شي د افغانستان بانک لپاره په کار ده چې له نورو سکټورونو سره همکاري او مرسته وکړي څو هغوی وکولای شي د افغانستان واردات کم کړي او یا هم د افغانستان صادرات زیات کړي.

د هغه په خبره، تر هغه چې د افغانستان صادرات ډېر نه شي، د سوداګرۍ بیلانس حد اقل ته و نه رسېږي، د هېواد دننه پانګونه و نه شي، په دوامدار ډول د افغانیو ارزښت ساتل ستونزمن کار دی.

د اقتصادي چارو بل شنونکي شبیر بشیري پژواک ته وویل، د بهرنیو اسعارو په ځانګړي توګه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه په بازار کې د افغانستان بانک له خوا د ډالرو لیلام یوه لار وه چې مخکني حکومت کاروله او اوسنی حکومت یې هم کاروي او دغه کار تر نن ورځې پورې مثبته پایله درلودلې ده.

نوموړی وایي، په بازار کې د ډالرو لیلام که څه هم د افغانۍ ارزښت ساتلی خو یوه پایداره لاره نه ده، د افغانۍ ارزښت ساتلو په موخه اړتیا ده چې د افغانۍ د ثبات لپاره ستراتیژیک اقتصادي ملاتړ رامنځته شي.

د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۹مه، په هېواد کې له سیاسي بدلون مخکې یو امریکایي ډالر په ۷۹.۷۰ افغانۍ تبادله کېده خو له بدلون وروسته د همدغه کال د لېندۍ میاشتې په ۲۲مه یو امریکايي ډالر په ۱۳۰ افغانۍ تبادله کېده.

خو لږ وروسته د افغانیو ارزښت لوړ شو او د ۱۴۰۱ کال په اوږدو کې د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه د ۸۷ او ۹۰ افغانیو تر منځ وه خو نن (د ۱۴۰۲ کال د وري میاشتې لومړۍ) د کابل په بازارونو کې د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۸۶.۸۷ افغانۍ ده.

Visits: 443

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.