ښوونه او روزنه
راپورونه
د لوړو زدهکړو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته ولاړ
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی روسیې ته روان شوی دی.
د کابل په بګراميو کې یوه کس ماشومانو ته د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی
د کابل بګرامي ولسوالۍ د فتحخېلو سیمې اتفاق کلي کې یو کس له دې امله ماشومانو ته د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې په وینا یې، ښوونځی له دې سیمې لرې دی او ماشومان نه شي ورتللای.
یونیسف: اسلامي امارت دې په سرپل کې د زدهکوونکو د مسمومېدو پېښه وڅېړي
په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، اسلامي امارت باید د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د زدهکوونکو نجونو د مسمومېدو پېښه وڅېړي.
د پوهنې وزارت چارواکو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي
د پوهنې وزارت وايي، د دغه وزارت مشرتابه او د ۳۴ ولایتونو د پوهنې رئیسانو د اسلامي امارت له مشر سره کتلي دي.
د هلمند د نهر سراج اوسېدونکي: د ښوونځیو نشتوالي له امله مو ماشومان له زدهکړو محروم دي
د هلمند د نهر سراج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې دغه ولسوالۍ کې یواځې یو ښوونځی جوړ شوی و چې هغه هم په جګړو کې بېرته ویجاړ شوی دی.
د لوګر په ښوونځیو کې د زدهکوونکو سرشمېرنه پیل شوه
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم د دغه ولايت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د زدهکوونکو سرشمېرنه پيل شوې ده.
کابل کې ۱۹ نجونې د احاديثو له لويې دورې فارغې شوې
کابل کې د ديني زده کړو له يوې مدرسې ۱۹ نجونې تر اته کلن مزل وروسته د حديثو له لويې دورې فارغې او د فضليت پړوني ور په سر کړای شول.
سرپل کې د یوه ښوونځي ۶۰ زدهکوونکې مسمومې شوې دي
د سرپل امنیتي سرچینې وایي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ د یوه ښوونځي شاوخوا ۶۰ زدهکوونکې نجونې مسمومې شوې دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند دینمحمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل،…
خوست کې يو شمېر ځوانانو سلګونو کسانو ته د وړيا زدهکړو زمينه برابره کړې
په خوست ولایت کې يو شمېر ځوانانو سلګونو ماشومانو، ځوانانو او د پاخه عمر کسانو ته د وړيا زدهکړو زمينه برابره کړې ده.
ندیم: د اسلامي امارت د ګومارنو معیار تقوا، دینداري او اهلیت دی نه قومیت
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ویلي چې کار اهل کار ته سپاري او په ګومارنو کې د اړیکو او خپلوۍ پر ځای وړتیا یا اهلیت ته ترجیح ورکوي.
د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلین وايي، د لیلیې نشتوالي له سختو ستونزو سره مخ کړي
د کندهار پوهنتون یو شمېر هغه محصلین چې د هېواد له نورو ولایتونو ورغلي وايي، لیليه نه لري او نه دومره توان لري چې هلته د اوسېدو لپاره په کرایه کورونه ونیسي.
د کابل ښار د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي د معاش لوړېدو غوښتنه کوي
په کابل ښار کې د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي وايي، اوسنيو شرایطو ته په پام سره دوی ته ټاکلې تنخوا بسنه نه کوي او سرپرست حکومت باید د تنخواګانو لوړولو برخه کې اقدام وکړي.…
بادغیس کې د متشبثو ښځو لپاره ځانګړی بازار پرانیستل شو
په بادغیس کې د ښځو د لاسي صنایعو ملاتړ په موخه د ځانګړي بازار له پرانیستلو سره هممهاله د دغه ولایت سیمهییز چارواکي له ښځینه متشبثینو د لا ډېر ملاتړ خبره کوي.
اقتصادي ستونزې او پر نجونو محدودیتونه؛ خوست کې خصوصي پوهنتونونه له سقوط سره مخ دي
خوست کې د يو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولين وايي، د محصلينو د جذب کمېدو له امله يې پوهنتونونه د سقوط لور ته روان دي.
د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د ترکي ژبې څانګه پرانیستل شوه
د لوړو زدهکړو وزارت پرېکړې له مخې، د بلخ پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د ترکي ژبې څانګه پرانیستل شوه.
کونړ کې د يوه ښوونځي خېمې او څپرې سوځول شوي
د کونړ د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د يوه لومړني ښوونځي خېمې او له لرګيو جوړې څپرې سوځولې دي.
پکتیا کې ۱۵۰ سیمهییز ټولګي فعال شوي
د پکتيا د پوهنې رياست وايي، په مرکز ګردېز، احمدابا، زرمت، سيدکرم او روحاني بابا ولسواليو کې د يونيسف په همکارۍ ١٥٠ سيمهييز ټولګي فعال شوي دي. د پکتيا د پوهنې رييس مولوي خالد پژواک…
د کابل پوهنتون ماسټرۍ پروګرامونو لپاره له ۳۰۰۰ کسانو ازموینه واخیستل شوه
د ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل پوهنتون د ماسټرۍ ۱۵ پروګرامونو ته له درې زرو کسانو ازموینه واخیستل شوه چې ۴۵۰ کسان به يې جذب کړاى شي. یاده ازموینه نن د غبرګولي په…
هلمند کې یو شمېر زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي
د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته پاملرنه وکړي. بلخوا د یاد ولایت د پوهنې ریاست وايي،…
زابل کې له ۵۰ زره زدهکوونکو سره د قرطاسیې مرسته وشوه
د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق یا یونیسف له خوا نن د دغه ولایت په کچه له ۵۰ زره زدهکوونکو سره د قرطاسيې مرسته وشوه. د یاد…
د ناروې کډوالو شورا مشر: سرپرست حکومت وایي، د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په اړه لارښوونې نږدې بشپړې شوې
د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلنډ په کندهار کې له ځایي مشرانو سره تر لیدنو وروسته ویلي ، چې وايي چې، دغه ډله د ښځو د کار د بیا پیل لپاره “د لنډمهاله…
د هېواد په بېلا بېلو تحصیلي بنسټونو کې نوي پوهنځي، د ماسترۍ او دکتورا پروګرمونه ایجاد شول
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو تحصيلي بنسټونو کې د لیسانس په کچه لس پوهنځي، د ماسترۍ ۱۳ او د دکتورا ۲ پروګرامونه نوي ایجاد شوي دي.
بلخ کې ۵۰۰ بېوزله ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شوې ده
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د یونسیف ادارې په مالي ملاتړ د نجونو په ګډون ۵۰۰ بېوزله ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره شوه.























