منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۶ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښوونه او روزنه

۳،۰۵۱ راپورونه

راپورونه

د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه د پژواک نظرپوښتنه؛ ۹۹ سلنه ګډونوالو موافقه رایه ورکړې ده

د پژواک پرلیکه نظرپوښتنې د څه باندې ۱۷۵۰۰ ګډونوالو ۹۸.۸ سلنه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو ته موافقه رایه ورکړې، خو پاتې ۱.۲ سلنه نورو بیا مخالفه رایه کارولې ده. د روان…

غړي

بهر کې پر زده‌کړو بوخت استادان د معاشونو بندولو پرېکړې اندېښمن کړي

له هېواده بهر پر زده‌کړو بوخت د پوهنتون استادان د هغوی د معاشونو بندېدو اندېښمن کړي او له حکومته پر دې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کوي؛ خو د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره پر یوې تازه کړنلارې کار روان دی.

غړي

یوناما یو ځل بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښت څو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي؛ ځکه دا چاره کولی شي چې افغانستان د پرمختګ پر لور بوځي او خلکو ته یې هیله وبښي.

غړي

دوو ځوانانو د دایکنډي په تر ټولو لرې پرته سیمه کې عامه کتابتون جوړ کړی

د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ دوو ځوانانو، له ښاره کلي ته د کتاب لوستنې فرهنګ لېږد او د خلکو د پوهې کچې لوړولو په موخه، زرګونه ټوکه کتابونه راټول کړي او په دغې ولسوالۍ کې یې یو عامه کتابتون جوړ کړی دی.

غړي

د ننګرهار د لرو پرتو سيمو ماشومانو ته د امريکا په مرسته انلاين زده‌کړې پيلېږي

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د امريکا د تعليمي پراختيا ادارې ورسره ژمنه کړې چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې به هغو ماشومانو ته د انلاين زده‌کړو زمينه برابروي چې ښوونځيو ته لاسرسی نه لري.

نور راپورونه