ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د ٨٥٦ استادانو لپاره نوي بستونه منظور شوي

حقاني: په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د ٨٥٦ استادانو لپاره نوي بستونه منظور شوي

author avatar
19 Sep 2022 - 17:36
حقاني: په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د ٨٥٦ استادانو لپاره نوي بستونه منظور شوي
author avatar
19 Sep 2022 - 17:36

خوست ښار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير وايي چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره پر يوه منظم پلان کار روان دی.

سرپرست وزير عبدالباقي حقاني دا څرګندونې نن (د وږي ۲۸مه) د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د يوه خبري کنفرانس پرمهال وکړې.

نوموړي وويل، د لوړو زده‌کړو د ښه‌‌والي لپاره یې په ټول هېواد کې د اسلامي ثقافت لپاره ۸۵۶ نوي بستونه منظور کړي چې دا مهال يې د استادانو د جذب پروسه روانه ده.

حقاني زیاته کړه، د تحصیلي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره په هېواد کې بېلابېلې برنامې تر کار لاندې دي او په هغو پوهنتونونو کې چې د شرعیاتو پوهنځي نه وو، هلته یې دغه پوهنځي منظور کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.