منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښوونه او روزنه

۳،۰۵۱ راپورونه

راپورونه

کابل ښار کې یوې ښځې ۱۵۰ نجونو ته د ښوونځي مضمونونو د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده

کابل ښار کې د نازنین کوهستاني په نوم یوې ښوونکې چې د خپل ژوند ۳۳ کاله یې نجونو ته په تدریس کې تېر کړي، اوس یې په خپل کور کې ۱۵۰ نجونو ته په وړیا ډول له شپږم د پورته ټولګیو مضمونونو د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

لوګر کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي

لوګر کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي.

غړي

د لوړو زده‌کړو وزارت او چاپیریال ساتنې ادارې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌لیک لاسليک شو

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره یې دهمکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې د تحصیلي بنسټونو د علمي کادر غړو او محصلانو لپاره د عملي کار او تجربو ترسره کولو فرصتونه برابر کړي.

غړي

یوناما: د افغانستان تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا لپاره د افغاني او بهرني استادانو جذب ته زمینه برابروو

د یوناما مرستیال د لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا لپاره د لابراتواري توکو او وسایلو برابرولو او بهرني او افغاني استادانو د جذب برخو کې همکاري کوي.

غړي

لوګر کې له شخصي کتاب‌پلورنځیو د پوهنې وزارت اړوند سلګونه ټوکه کتابونه ترلاسه شوي

د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د استخباراتو ریاست کارکوونکو له لوري د دغه ولایت د محمداغې ولسوالۍ له کتاب‌پلورنځیو د پوهنې وزارت اړوند د ښوونځیو سلګونه ټوکه کتابونه ترلاسه شوي دي.

غړي

غزني کې د پوهنې ریاست اړوند ښوونکو او اداري بستونو لپاره له سلګونو کسانو ازموینه واخیستل شوه

د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یاد ریاست اړوند د ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګومارنې په موخه د ښځو په ګډون له سلګونو کسانو ازموینه واخیستل شوه.

غړي

یوناما: د نجونو پر زده‌کړو د بنديز دوام د اندېښنې وړ دی

د زده‌کړو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي څو دا بندیز لرې کړي.

نور راپورونه