منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۲ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

د غزني د لرو پرتو ولسوالیو خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي

د غزني د لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې نږدې روغتيايي مرکزونه نشته او که وي هم د نسايي ولادي څانګې نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي څو د دوی دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

سختې لارې او د روغتیايي امکاناتو کمښت؛ کران‌ومنجان کې د میندواره مېرمنو جدي ستونزې

د بدخشان ولایت د کران‌ومنجان په لرې پرته ولسوالۍ کې د یو شمېر ښځو لپاره زېږون د مرګ له خطر سره مل دی، په ځینو مواردو کې د مجهزو روغتیايي مرکزونو، وړ ډاکټرانو او مناسبو لارو نشتون د امیندواره ښځو د مړینې لامل کېږي.

د خوست د تڼیو ولسوالۍ غرنیزو سیمو کې خلکو د بادامو باغونو جوړولو ته مخه کړې

د خوست د تڼیو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د دې ولسوالۍ ځینو غرنیزو سیمو کې یې د بادامو باغونو جوړولو ته مخه کړې، وايي، دا چاره نه یوازې د چاپېریال‌ساتنې برخه کې مرسته کوي، بلکې خلکو ته د دوامداره عوایدو او سالم مصروفیت زمینه هم برابروي.

د عامې روغتیا وزارت: د بستري ناروغانو لپاره د خوړو یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی

د کابل ښار په دوو دولتي روغتونونو کې پر ژېړي اخته د بستري ناروغانو پایوازان په داسې حال کې دغو ناروغانو ته د نامناسبو خوړو له ورکول کېدو شکایت کوي چې د عامې روغتیا وزارت وايي، د بستري ناروغانو لپاره د خوړو د یوې مېنو پر چمتو کولو کار روان دی.

کونړ کې فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو اوسېدونکي د بنسټیزو پروژو غوښتنه کوي

کونړ کې فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې دغو ولسوالیو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او زیاتوي چې له هر ډول پرمختیایي چارو بې‌برخې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پکتیا کې د هغه مور او پلار کیسه چې د خپل زوی له مرګ وروسته پر رواني ناروغۍ اخته شوي

د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی موسی‌خېل او مېرمن یې چې د زوی له مرګ وروسته ورته رواني ناروغي پيدا شوې، وايي، کوچنی زوی یې په مزدورۍ پسې خوست ته لېږلی و چې هلته یوه په هوټل کې د چاودنې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

د جلال‌اباد ښار کابل کمپ؛ که اسمان ورېځ شي سلګونه کورنۍ د څښاک له اوبو بې‌برخې کېږي

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار اړوند «کابل کمپ» سيمه کې د شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ماشومان او لویان د یوه جومات له څاه څخه اوبه وړي، خو له دې څاه یوازې په شین اسمان د لمریزې برېښنا په واسطه اوبه را ایستل کېږي.

نیمروز کې د وروستیو وچکالیو له امله یو شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې دي

ځینې سرچینې وايي، نیمروز د وچ او بیاباني اقلیم په درلودو سره تل د اوبو له کمښت سره مخ دی، خو د وروستیو دوو کلونو وچکالیو د دغه ولایت د مرکز او ځینو ولسوالیو کروندګر او مالداران سخت زیانمن کړي او ان د هغوی د بې‌ځایه کېدو لامل شوي دي.

کابل ښاروالي: که څوک عامه ځایونو او ونو ته زیان ورسوي، له قانوني چلند سره به مخ شي

د پسرلي په را رسېدو او د نیالګیو اېښودلو کمپاین په پیلېدو سره کارپوهان او دیني عالمان د اقلیمي بدلونونو منفي اغیزو کمولو لپاره د چاپیریال پر ساتنه ټینګار کوي. بلخوا د کابل ښاروالي هم وايي، که څوک عامه ځایونو او ونو ته زیان ورسوي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

د افغانۍ د ثبات لپاره هڅې؛ د افغانستان بانک تېر کال څه باندې ۴۰۰ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي

د افغانستان بانک تېر لمریز کال د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه ۴۰۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي؛ که څه هم اقتصادي شنونکي دغه اقدام د لنډمهال لپاره اغېزناک بولي خو ټینګار کوي چې حکومت باید پر نورو لارو هم غور وکړي.

كابل ښار کې د وطني بوټانو د پلور بازار ښه شوی

د کوچني اختر په رارسېدو سره په کابل ښار کې د وطني بوټانو د پلور بازار ښه شوی؛ په دغه ښار کې د بوټانو د تولید کارخونو مسوولین د خپلو تولیداتو د پلور له ډېرېدو خوښ دي او له هېوادوالو غواړي چې له داخلي تولیداتو ګټه واخلي.

کوژدنو ته د اختري وړل؛ هرات کې ځوانان: دغه ‌لګښت لرونکی دود دې ختم شي

کوژدنو ته د اختري (خوانچه عید) وړل د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه هرات کې یو پخوانی دود پاتې دی؛ سږ کال هم د کوچني اختر په درشل کې په دغه ولایت کې د «اختري» اړوند توکو بازار تود دی، خو کوژده شوي ځوانان وايي، د اقتصاد د خرابوالي له امله نه شي کولای دغه دود ترسره کړي.

نور راپورونه