منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۵ غ.م
۴°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

بدخشان کې یو شمېر خلک: حکومت دې په دغه ولایت کې د وحشي ژوو د ښکار بشپړ مخنیوی وکړي

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په دغه ولایت کې د وحشي ژوو ښکار د پام وړ کم شوی، خو اوس هم یوه ستونزه ګڼل کېږي او باید د بشپړ درېدو لپاره یې اقدام وشي.

جوزجان کې پر درنو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله له زده‌کړو محروم دي

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې پر درنو کارونو بوخت یو شمېر ماشومان خپلې نامعلومې راتلونکې ته اندېښمن دي او له اسلامي امارت غواړي چې د مناسب کار او زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.

کابل کې یو شمېر خلک هوټلونو کې د ودونو مراسمو ته د نابللو کسانو له ورتلو شکایت کوي

د کابل ښار یو شمېر خلک په هوټلونو کې د ودونو مراسمو ته د نابللو کسانو له ورتګه شکایت کوي، بلخوا، د چارو پوهان په دغه ډول مراسمو کې د نابللو کسانو ګډون «ناسم فرهنګ» بولي او وايي، حکومت باید د دې ستونزې هواري لپاره یو میکانيزم رامنځته کړي.

بغلان کې کروندګر: حکومت دې له مونږ څخه د غنمو پر ځای وریجې وپېري

بغلان کې کروندګر وایي، حکومت په داسې حال کې له بزګرانو څخه اضافه شوي غنم پېري چې دغه ولایت کې د وریجو د حاصلاتو ټولولو وخت دی او له دوی سره اضافي غنم نه پیدا کېږي، دوی غوښتنه کوي چې د غنمو پر ځای دې ورڅخه وریجې وپېري.

ایا په ماشومانو کې د ژبې بندښت ستونزه د درملنې وړ ده؟

د ماشومانو داخله متخصصین د ژبې بندښت د خبرو کولو د اختلال یو ډول ګڼلی او وايي، نښې یې په ماشومانو کې وروسته له دوه کلنۍ راڅرګندېږي، د دې ترڅنګ چې دغه ډول ماشوم باید ژر ډاکټر ته یووړل شي، باید عاطفي او نرم چلند ورسره وشي.

«د سوري زړه پر ناروغۍ اخته شاوخوا ۱۳ زره ماشومان د درملنې په تمه دي» ‎

روغتیایي متخصصین په ماشومانو کې د سوري زړه ناروغي مورزادي ستونزه بولي ‎او له کورنیو غواړي چې که له زېږون وروسته په ماشوم کې د نفس‌تنګۍ، د نوکانو او شونډو شین‌والي، تبې او کمزورتیا نښې وویني، ژر تر ژره یې دې روغتون ته ولېږدوي.

نور راپورونه