روغتیا
راپورونه
د کونړ نرنګ کې د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ شو
کونړ کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ شو.
د خوړو او درملو آمریت: کندوز کې ۲۹۵ درملتونونه له جواز پرته فعالیت کوي
د کندوز ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د درملتونونو د ارزونې په پایله کې یې موندلې چې د ۴۲۳ درملتونونو له ډلې ۲۹۵ یې له جواز پرته فعالیت کوي.
۷۷ سلنه ولسوالۍ داسې روغتونونه نه لري چې د ولسوالۍ په کچه فعالیت وکړي
د افغانستان د ځینو سیمو اوسېدونکي د متخصص ډاکټرانو، روغتیایي مرکزونو او نورو لازمو روغتیایي امکاناتو له کمښته شکایت لري او وایي، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړ دي چې اوږده مزلونه ووهي. د…
خوست کې هره میاشت لېوني سپي تر ۳۰۰ پورې کسان داړي
د خوست عامې روغتيا رياست وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د ليوني سپي هيڅ واکسين نه لري، په داسې حال کې چې دوی سره په اوسط ډول هره مياشت د ليونيو سپيو د داړلو ۳۰۰ پېښې ثبتيږي.
سبا د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلیږي
د عامې ورغتیا وزارت وایي، سبا د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د پلې کېدو کمپاین پیلیږي. یادې څرګندونې د عامې روغتیا وزارت ویاند داکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس…
امریکا له نري رنځ سره د مبارزې لپاره ۲۳ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
د امريکا نړۍواله پرمختيايي ادارې د افغانستان په ګډون د نړۍ له ځينو هېوادونو سره - چې وګړي يې د نري رنځ ناروغۍ له خطر سره مخ دي - له دې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې ۲۳ میليون ډالر مرسته کوي.
اوچا: افغانستان کې له سلو زرو میندو ۶۹۹ د زېږون پر مهال مري؛ زمان: دا شمېرې بېبنسټه دي
اوچا وايي، افغانستان کې له هرو سلو زرو میندو ۶۹۹ د زېږون پر مهال مري، خو د عامې روغتیا وزارت دغه شمېرې ناسمې بولي، وایي، سږ کال په روغتيايي مرکزونو کې د شاوخوا ۲۵۶ میندو مړینه ثبت شوې ده.
د پکتیکا د زېړوک اوسېدونکي له حکومته د معیاري روغتیايي خدمتونو غوښتنه کوي
د پکتیکا د زېړوک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ټولې ولسوالۍ په کچه په روغتيايي مرکزونو کې د جراحي عملیاتو او ځينو نورو ناروغیو د درملنې امکانات نشته.
د تخار د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي: د څښاک پاکو اوبو نشتوالی زموږ روغتیا ګواښي
د تخار د بهارک ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې په دې ولسوالۍ کې درې زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له ناپاکو اوبو چې د ډول ډول ناروغیو لامل کېږي، استفاده کوي.
ترکيې له افغانستان سره د ۲۰ ټنه طبي توکو مرسته وکړه
کابل کې د ترکیې سفارت وایي، له افغانستان سره د دغه هېواد ۲۰ ټنه مرسته شوي طبي توکي کابل ته راورسېدل.
هلمند کې د غاښونو ۱۲ کلینیکونه تړل شوي
د هلمند ولایت دعامې روغتیا ریاست ګډ کمېسیون په دغه ولایت کې ۴ درملتونونه د تاریخ تېره درملو لرلو په تور او ۱۲ د غاښو کتنځایونه وتړل.
ډاکټران: که د مثانې د پړسوب درملنه پر وخت ونه شي، جدي عواقب درلودلی شي
ډاکټران وایي، د مثانې پړسوب یا عفونت یوه جدي ناروغي ده او زیاتوي، که یې پر وخت درملنه ونه شي ناروغ ته جدي عواقب لرلی شي.
غزني کې تېرو ۱۲ میاشتو کې شاوخوا لس زره معلولینو ته خدمات وړاندې شوي
غزني کې د سهیل ختیځ زون فزیوتراپي ټولنه وايي چې تېر یو کال کې په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰ زره معلولو او معيوبو کسانو فزیکي درملنه شوې ده.
هرات کې یو خصوصي روغتون د لرې پرتو سیمو اړو ناروغانو وړیا درملنه کوي
په داسې حال کې چې د هرات د لرې پرتو سیمو خلک کمو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی لري، دغه ولایت کې یو خصوصي روغتون د یوه ګرځنده ټيم په جوړولو سره غواړي چې د دغه ولایت د لرو پرتو سیمو د اړو ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړي.
هلمند کې د تاریخ تېر درملو پلورلو له امله ۲۳ درملتونونه وتړل شول
لښکرګاه ( پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د هلمند عامې روغتیا ریاست له خوا ۲۳ هغه درملتونونه وتړل شول چې تاریخ تېر درمل یې خرڅول . د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض د وږي په ۲۲مه،…
کونړ کې د نږدې درېنیم زره کسانو د سترګو وړیا درملنه وشوه
د کونړ عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت ته له کابله د سترګو متخصصینو یوه ډله ورغلې وه او د نږدې ۳۵۰۰ کسانو د سترګو وړیا درملنه يې کړې ده.
سرې میاشتې د سوري زړه ۴۸ ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته وروپېژندل
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په زړه سوري ۴۸ ماشومان يې نن په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
اوچا: ښایي افغانستان کې د بودجې کمښت له امله ۱۷۳ د تغذیې او روغتیا سیار مرکزونه وتړل شي
اوچا وايي، افغانستان کې د بودجې کمښت له امله ۱۷۳ د تغذیې او روغتیا سیار مرکزونه د تړل کېدو او ۱.۸ میلیون کسان د تغذيې له خدمتونو د بېبرخې کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د هیموفیلیا ناروغان: نړۍوال دې له مونږ سره مرستې نه سياسي کوي
په کابل کې پر هیموفیلیا ناروغۍ یو شمېر اخته کسان وايي چې نړۍوال بايد له دوى سره مرستې سياسي نه کړي ځکه دوى د نړۍوالو سازمانونو مرستې ته جدي اړتيا لري.
ډاکټر خندان: خوست کې ډېر لږ روغتيايي مرکزونه د فعاليت رسمي جوازونه لري
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته خوست ته د عامې روغتيا وزارت يو باصلاحيته پلاوی تللی او هلته يې د بېجوازه او غيرمعياري کلينيکونو په اړه قانوني اقدامات ترسره کړي دي.























