ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر خندان: خوست کې ډېر لږ روغتيايي مرکزونه د فعاليت رسمي جوازونه لري

ډاکټر خندان: خوست کې ډېر لږ روغتيايي مرکزونه د فعاليت رسمي جوازونه لري

author avatar
9 Sep 2023 - 17:04
ډاکټر خندان: خوست کې ډېر لږ روغتيايي مرکزونه د فعاليت رسمي جوازونه لري
author avatar
9 Sep 2023 - 17:04

خوست‌ښار (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۲): د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته خوست ته د عامې روغتيا وزارت يو باصلاحيته پلاوی تللی او هلته يې د بې‌جوازه او غيرمعياري کلينيکونو په اړه قانوني اقدامات ترسره کړي دي.

پژواک خبري اژانس د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولينو له قوله څه باندې یوه مياشت مخکې راپور خپور کړی و چې په دغه ولايت کې ۳۰۰ روغتيايي مرکزونه د فعاليت جواز نه لري او په خپلسري ډول فعاليت کوي.

د ياد راپور له خپرېدو وروسته د عامې روغتيا وزارت يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې دا موضوع وڅېړي او پر وړاندې يې قانوني اقدامات وکړي.

د دغه پلاوي مشر، ډاکټر احمد خندان پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوی د پلټنو له مخې په دغه ولايت کې ډېر لږ روغتيايي مرکزونه د فعاليت رسمي جوازونه لري.

هغه وايي: «څه وخت وړاندې شايد تاسې خبر یاست چې د طلوع نيوز او پژواک خبري اژانس له لارې يو راپور نشر شوی و چې په خوست کې ۳۵۰ کلينيکونه فعاليت لري چې د هغې له جملې ۲۲ يې جواز لري او نور ټول غيرمعياري او خودسرانه فعاليت کوي؛ له هغه راپور وروسته د اسلامي امارت د مشرتابه د هدايت پر اساس موږ خوست ته سفر وکړ، څو دا موضوع وڅېړو.»

هغه وويل، د خوست په کلينيکونو کې د عامې روغتيا وزارت اړوند هیڅ صحي قوانين او اصول نه دي تطبيق شوي او ټول خدمات يې غيرمعياري دي.

نوموړي وويل، تېره شل کلنه دوره کې دوی ته داسې يو غيرمعياري او له فساده ډک روغتيايي سکټور په ميراث پاتې دی چې تنظيم یې وخت نيسي.

د هغه په وينا، د دې لپاره چې خلک له روغتيايي خدماتو محروم نه شي، د يادو غيرمعياري او بې‌جوازه روغتيايي مرکزونو ځيني شعبې یې موقتې وتړلې، څو هغوی اړ شي خپل مرکزونه د عامې روغتيا وزارت معيارونو مطابق جوړ کړي.

ورته مهال، د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر زاهد وايي، هغه ځايونه چې دوی مهرلاک کړي، هغه به تعقيبوي او له مالکينو يې تعهد اخيستل شوی چې د يوې مياشتې په جريان کې دې ځان له اصولو سره برابر کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که چېرې هغوی په ټاکل شوې موده اصول پلي نه کړل، مرکزونه به يې د دايم لپاره وتړل شي.

بلخوا د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د عامې روغتيا وزارت پر ياد اقدام خوښي څرګندوي، خو زياتوي چې دغه څار دې دوامداره وساتل شي.

د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نسيم پژواک ته وويل، په خوست کې د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې ډېريږي؛ يوازېنی لامل يې همدا د بې‌جوازه او خپلسرو کلينيکونو مسوولينو بې‌غوري ده.

هغه وايي: «کومه لړۍ چې د وزارت له خوا پيل شوې، ډېره ښه ده؛ کوم کلينيکونه چې جواز نه لري، بلکل دې بند شي. د معاشرې لپاره يې لوی تاوان دا دی چې مريضان کمېږي نه، بلکې ډېريږي.»

د خوست د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي محمدداوود بيا پژواک ته وويل چې د بې‌جوازه کلينيکونو شتون د انسانانو له ژوند سره د لوبو په معنا ده.

نوموړي د عامې روغتيا وزارت له مسوولينو غوښتنه وکړه چې ياده تصفيه دې په ښه ډول ترسره کړي، څو په دې برخه کې شته ستونزې له منځه ولاړې شي او معياري روغتيايي خدمات رامنځته شي.

Views: 238

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.