کندهار کې د یوه واده ۲۵ ګډونوال مسموم شوي
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په چهار سنګ سیمه کې د یوه واده ۲۵ تنه ګډونوال د خوړو له امله مسموم شوي دي.
د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په چهار سنګ سیمه کې د یوه واده ۲۵ تنه ګډونوال د خوړو له امله مسموم شوي دي.
د پکتيکا د ملکي روغتون مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د مور او ماشوم خوارځواکي ۲۳،۵ سلنه ډېره شوې ده.
د هلمند د سنګین ولسوالۍ عامې روغتيا مدیر سیفالدین فېروز وايي، په دې ولسوالۍ کې شته روغتيايي مرکزونه کافي نه دي او د خلکو ستونزې نه شي هوارولای.
د عامې روغتیا وزارت او د پاکستان د لاهور پوهنتون ترمنځ يو هوکړهليک لاسليک شو چې له مخې يې دغه پوهنتون په افغانستان کې د پاکستان له لوري د جوړ شوو روغتونونو د ډاکټرانو تنخواوې ورکوي.
په جوزجان کې سیمهییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د نشهیانو د درملنې روغتونونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي چي دې ستونزې د دغو روغتونونو منسوبین اندېښمن کړي دي.
د پکتيکا په مرکز ښرنه کې يو خصوصي روغتون چې د ۱۷ ميليونه افغانیو په لګښت جوړ شوی، نن یې فعالیت پيل کړ.
د سرطان په اړه یوه څېړنه کې چې په امریکا کې د کولمو پر سرطان د اخته ۱۸ کسانو په ګډون ترسره شوې، د (Dostarlimab) په نوم درملو له شاوخوا شپږ میاشتې استعمال وروسته لیدل شوي چې په هيښوونکې توګه د دغو ټولو ناروغانو له بدنه د سرطان سلولونه له منځه وړي دي.
په اروزګان کې له یوې خوا په لومړي ځل د اکسیجن د تولید دستګاه فعاله شوه او له بلې خوا د دغه ولایت له ټولو روغتیايي مرکزونو سره د طبي او غېر طبي وسایلو مرسته وشوه.
ځینو خبري سایټونو او وېبپاڼو د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د «زېنک سلفېټ» ټابلېټونو د اغېزې په اړه مطالب خپاره کړي؛ خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، دا ګولۍ د بدن د معافیت په لوړولو کې اغېزناکې دي، خو د کرونا په درملنه کې یې اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی.
ځينې ښځې د یو ډول سلیم تومور (فېبروم) درلودو له امله اندېښمنې دي چې داسې نه په بدن کې یې پر سرطان بدل شي؛ خو نسایي ډاکټران وایي، ۹۵ سلنه دغه ډول تومورونه بېخطره دي او ښايي پر سرطان بدل نه شي.
د زابل د کرونا شل بستریز روغتون چې د امکاناتو او مالي ملاتړ له امله یې چارې ټکنۍ شوې وې، د مالي ملاتړ کوونکي تر موندلو وروسته به یې چارې په عادي ډول مخته وړل کېږي.
د طب برخې پوهانو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې تور مرچ په بدن کې د کرونا ویروس د فعالیت مخه نیسي او ويلي یې دي چې دغه نظریه کوم علمي اساس نه لري.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ته د سفر پر مهال پر کرونا اخته شوې او خپل سفر یې نیمه کې پریښې ده. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د جرمني د بهرنیو چارو…
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وايي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) د دغه ولایت د مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو له ۵۶ روغتیايي مرکزونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه.
ځینو خبري سایټونو او ویبپاڼو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د «امګا - ۳ ټابلیټ د اغېزې په اړه مطالب خپاره کړي؛ خو د طب برخې پوهان وایي چې دغه ټابليټونه د بدن د دفاعي سيسټم په پياوړتيا کې اغېزناک دي، خو د کرونا ناروغۍ په درملنه کې يې اغېزناکوالی تر اوسه نه دی ثابت شوی.
د عامې روغتيا وزارت د طبي خدماتو وړاندې کولو مرستيال حبیبالله اخندزاده پرون د فراه ولایت له روغتيايي سکتوره د ليدنې په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته سفر کړی دی. اخندزاده پژواک…
د کابل په طبي علومو پوهنتون کې د یو ورځني سیمینار پر مهال ټینګار وشو چې په هېواد کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچه باید لوړه کړای شي.
د بلخ ځیني اوسېدونکي د ولایت حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه کې، د بستر له کموالي شکایت لري او ټينګار کوي چې دغه ستونزه بايد هواره شي.
د افغانستان د روغتیایي محصولاتو او د درملو صنعت متشبثینو ټولنې د افغانستان په بازارونو کې د درملو ختمېدو اوازې یوه شایعه بولي او وايي، افغانستان د تېر په څېر د درملو له کمښت سره نه مخ کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د لوګر د عامې روغتیا له ریاست سره د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي وسایلو او درملو مرسته وکړه.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د هوا له ګرمېدو سره د شري ناروغي ډېره شوې چې دوی یې د کمولو هڅې کوي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د واکسیناسیون نړیوالې اوونۍ د نمانځلو په ترڅ کې په ټول هېواد کې د کرونا واکسین د کمپاین پیلولو خبر ورکړ او وايي چې سږ کال به ۴.۸ میلیون کسانو ته د کرونا او ۶.۹ میلیون ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شي.
د پکتيا ولایت د مرکز او ولسواليو له روغتيايي مرکزونو سره د ٣١ موټرسايکلونو او يوه امبولانس مرسته وشوه.