ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینې: جوزجان کې د روږدو درملنې روغتونونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

سرچینې: جوزجان کې د روږدو درملنې روغتونونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

author avatar
14 Jun 2022 - 16:23
سرچینې: جوزجان کې د روږدو درملنې روغتونونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي
author avatar
14 Jun 2022 - 16:23

شبرغان (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۱): په جوزجان کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د نشه‌یانو د درملنې روغتونونه د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي چي دې ستونزې د دغو روغتونونو منسوبین اندېښمن کړي دي.

دا مهال په جوزجان کې په نشه‌یې توکو د روږدو د درملنې په درېیو روغتونونو کې له ۱۰۰ ډېر نشه‌یان تر درملنې لاندې دي او هر یو یې باید دغلته ۴۵ ورځې د ډاکټر تر څار لاندې تېرې کړي.

حاجي ظریفه چې دا مهال خوریی یې پر شیشه او پوډرو د اخته کېدو له امله تر درملنې لاندې دی، وايي: «لکه څرنګه چې خوریی مې راته وایي درملنه یې ښه روانه ده، خو دوی خوراکي توکو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزې سره مخ دي.»

دغه مېرمن وایي، د دوی د خوړو په مینو کې ډېر کموالی راغلی او ځیني خوراکې توکي لکه غوښه او مېوه ترې ایستل شوي دي، سربېره پر دې روږدو ته په ورکول کېدونکو خوړو کې هم کموالی راغلی دی.

د یاد ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي هم ورته شکایتونه لري.

د جوزجان د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالغني صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «د لویانو څانګې د روږدو درملنې ۵۰ بستریز او د تنکیو ځوانانو درملنې ۵۰ بستریز روغتون کې د خوراکي توکو کمښت د دې لامل شوی چې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ شو.»

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې مرکز ته د یادې څانګې د ستونزې په رسولو سره یوه لاره پیدا کړو، خو تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته نه یو رسېدلي.»

هغه څرګنده کړه چې که د مسوولینو له لوري د دغې ستونزې د حل لپاره اقدام ونه شي، په دواړو څانګو کې د روږدو د درملنې پر بهیر اغېز کوي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ د پرله‌پسې غوښتنې له امله، تېر ماښام په نشه‌یي توکو د روږدو وضعیت څېړنې او د دې څانګې له روغتونونو د بیا لیدنې په موخه ۱۱ کسیز پلاوی شبرغان ښار ته راغلی، خو تر اوسه مو ورسره لیدنه نه ده شوې.»

په همدې حال کې، د نشه‌یي کوتو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو او جوزجان ته له کابله د ورغلي پلاوي رییس مولوي جانان ‌عزیزي وویل: «شبرغان ته زموږ د سفر اصلي موخه په نشه‌یي توکو د روږدو درملنې له روغتونو لیدنه او په دغو روغتونونو کې د شته ستونزو څېړنه ده؛ غواړو ستونزې معلومې او د هوارولو لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړو.»

نوموړي زیاته کړه، مخکې د شته ستونزو په اړه د دوی مرکزي ادارې ته مکتوبونه ورغلي او دوی نن د عامې روغتیا له ریاست، د نشه‌یانو د درملنې روغتونونو د منسوبینو او په بستر کې له شته کسانو د لیدنې تر څنګ، د دوی وړاندېزونه واورېدل او د ستونزو د هوارولو لپاره اقدام کوي.

هغه څرګنده کړه چې ټاکل شوې نن په شبرغان ښار کې په نشه‌یې توکو د اخته لویانو او ځوانانو د درملنې له دوو ۵۰ بستریز او په اقچه ولسوالۍ کې له یوه ۲۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړي.

هغه وویل: «زموږ سفر د دوو ورځو لپاره پلان شوی او له هغه وروسته موږ د موضوع راپور مرکز ته ورکوو او د ستونزو د هوارولو لپاره اقدام کوو، څو د روږدو د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ نه شي.»

Visits: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.