منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

غړي

«په هېواد کې د درملو د کمښت لامل د اجازه‌لیکونو خلاف د هغو واردات دي»

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته د درملو توريدي شرکتونو يواځې د ۴۷ ميليونو ډالرو په ارزښت ۳۱۵۵ قلمه درمل او روغتيايي محصولات هېواد ته وارد کړي چې دغه چاره په هېواد کې د درملو د کمښت لوی لامل دی.

د طب برخې پوهان، له میکروب ‌ضد محلولونو څخه ډېره استفاده د ناروغیو رامنځته کېدو لامل کېږي 

د طب برخې پوهان د کرونا ویروس مخنیوي لپاره، د میکروب ‌ضد محلولونو کارول اغېزناک بولي، خو ټینګار کوي چې باید ډېره استفاده ترې ونه شي؛ ځکه د حساسیتونو او جلدي تخریش لامل ګرځي. 

غړي

پکتيا کې لس ټنه تاريخ تېر توکي وسوځول شول

د پکتيا د څمکنیو ولسوالۍ مسوولینو ويلي چې د يوه ځانګړي کمېسیون له لوري د يادې ولسوالۍ له مربوطاتو لس ټنه تاریخ تېر توکي راټول شوي وو او نن وسوځول شول.

د طب پوهان: څو چې کرونا بشپړه نه وي ورکه شوې، ماسک تړل مه هېروئ

د طب برخې پوهان وایي، دا چې د کرونا ناروغۍ خپرېدو مخنیوي لپاره تل د ماسک کارولو پر اغېزناکوالي ټینګار شوی، خو په دې وروستیو کې ډېر هېوادوال ورته پاملرنه نه کوي؛ په داسې حال کې چې ماسک تړل باید د کرونا تر بشپړ ورکېدو پورې الزامي وي.

د فېروزکوه خلک د کرونا له خپرېدو وروسته تر ډېره له مېوو او سبزیو استفاده کوي

د کرونا ویروس له خپرېدو او له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د مېوو او سبزیو د اغېز په اړه د ډاکټرانو له سپارښتنو وروسته، د غور ولایت ډېری اوسېدونکي وايي چې د نورو خوړو پر ځای یې مېوې او سبزیجات غوره کړي او له دې دوو شیانو استفاده یې عادت ګرځېدلې ده.

نور راپورونه