کندهار کې ۶۶ سلنه ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې دي
په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د ځينو ستونزو له امله، د دغه ولایت ۶۶ سلنه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې دي.
په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د ځينو ستونزو له امله، د دغه ولایت ۶۶ سلنه ماشومان له دغه واکسینه بې برخې دي.
د ننګرهار د روغتيا له رياست سره په دغه ولايت کې د روغتيايي خدماتو د ښه کېدو په موخه د ۱۰۸ قلمه طبي او نورو وسايلو مرسته وشوه.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره (یونیسف) وایي چې نن په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د واکسینو کمپاین پیلېږي.
د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د احتیاطي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي چې ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو ویلي، ښايي نړۍ…
ځينو انټرنېټي پاڼو، د یوه ویډیويي کلېپ په خپرولو سره ویلي، له قیلون سره د نعنا اوبو څخه استفاده کول، د کرونا درملنې ته ګټه لري؛ خو د طب پوهان او د هېواد د عامې روغتیا وزارت دغه موضوع ردوي او وایي، نه یوازې دا چې ګټه نه لري او یوه اوازه ده بلکې قیلون روغتیا ته زیان رسوي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، نړيوال بانک دوی ته ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته منظور کړې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه په هېواد ۸،۶ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی او له دغه وزارت سره ۶ میلیونه دوزه نور واکسین هم شته دی.
د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په ګنجګل دره کې روغتیايي اسانتیاوو ته د خلکو نه لاسرسي له امله، ناروغان د درملنې لپاره يوه ښوونکي ته مراجعه کوي.
د غزني د دهیک ولسوالۍ اوسېدونکې بخت بي بي نږدې یوولس کاله کېږي چې واده شوې، خو تر اوسه یې ۱۲ اولادونه نړۍ ته راوړي؛ له ډلې یې مشر زوی او لور دوه کاله وړاندې په هوایي برید کې ووژل شول او پاتې یو شمېر یې پر خوارځواکۍ اخته دي.
د ټولنيزو شبکو او انټرنټي سايټونو کاروونکي د ځینو مطالبو په خپرولو سره وايي، پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره د زردچوبې کارول ګټور دي؛ خو متخصصین یې بیا ردوي او وایي چې دا موضوع علمي بنسټ نه لري.
د غزني په مرکز او ولسوالیو کې پر واکسیناتورانو ۱۳۳ موټرسایکلونه وېشل شوي دي.
د نیمروز عامې روغتیا ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۱۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت د اکسیجن د تولید یوه دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ځینو خبري اژانسونو او وېبپاڼو راپور ورکړی چې شینچای د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره ګټور دی؛ خو طبپوهان وايي، په نړۍ کې هېڅ داسې څېړنه نشته چې د کرونا ناروغۍ په درملنه…
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یونیسف وایي، چې په افغانستان کې تر یو میلیون زیات ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي. دغې ادارې پخپل یو تازه راپور کې چې پرون…
د زابل د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ د شېخال کلي څه له پاسه ۲۰۰ اوسېدونکي کولرا ته په ورته ناروغي اخته شوي چې له ډلې یې د ۲۰ تنو…
د عامې روغتیا وزارت وایي، د روانې مېلادي میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې پر کرونا ویروس اخته د مثبتو پېښو ناروغانو شمېر له دوه برابره او د مړینې شمېر درې برابره لوړ شوی دی.
بلخ کې د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ریاست د غونډو تالار د شهید پروفیسور ډاکټر نادر عالمي په نوم ونومول شو.
د هلمند د ولايتي روغتون مسوولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د شري ناروغي زياته شوې او تراوسه يې د ۲۵ ماشومانو ژوند اخيستی دی.
د سرپل د عامې روغتیا ریاست وایي، په یوه اوونۍ کې پر اسهال او تنفسي ناروغیو اخته ۸۰۰ ناروغان په دغه ولایت کې ثبت شوي دي.
د کابل ښار د ځینو سړکونو پر غاړو داسې مهال د سلمانيانو شمېر ډېر شوی چې ځیني ډاکټران د سلمانانو له لوري د روغتیایي لارښوونو پر پامنیوي ټینګار کوي؛ ځکه حفظ الصحې ته نه پاملرنه، له یوه کس نه بل ته د خطرناکو ساري ناروغیو د لېږد لامل ګرځي.
د خوست د ملاريا او لشمانيا مرکز وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په درېيو ربعو کې د لشمانيا يا کالدانې ۱۷۸۵ پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پیله تر اوسه ۱۷۸زره او ۹۹۶ کسان په دې ویروس اخته شوي چې له دې ډلې، ۷زره او ۶۸۵ نارغان مړه شوي؛ خو د عامې روغتیا وزارت بیا د دغو شمېرو په تایید سره وایي چې په دې وروستیو میاشتو کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر کم شوی دی.