ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د شین‌ چای ګټه تر اوسه ثابته شوې نه ده

ډاکټران: د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د شین‌ چای ګټه تر اوسه ثابته شوې نه ده

author avatar
18 May 2022 - 11:39
ډاکټران: د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د شین‌ چای ګټه تر اوسه ثابته شوې نه ده
author avatar
18 May 2022 - 11:39

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): ځینو خبري اژانسونو او وېبپاڼو راپور ورکړی چې شین‌چای د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره ګټور دی؛ خو طب‌پوهان وايي، په نړۍ کې هېڅ داسې څېړنه نشته چې د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د شین‌چای ګټه ثابته کړي.

ادعا: د کرونا د مخنیوي او درملنې لپاره د شین‌چای کارول ګټه لري.

حکم: طب‌پوهان وايي، په نړۍ کې هېڅ داسې کومه څېړنه نشته چې د کرونا ناروغۍ په درملنه کې د شین‌چای ګټه ثابته کړي.

د «کرمانشاه د طبي علومو پوهنتون» د خوړو د څارنې کارپوه په یوه راپور کې لیکلي: «شین‌چای د تور چای له بوټي سره توپیر نلري؛ بلکې شین‌چای د چای د بوټي تازه پاڼې دي چې د اکسایشي پروسې له ترسره کېدو پرته د مصرفوونکي لاس ته ورځي.»

ډاکټر سمیه سلیماني مهر د دې په ویلو سره چې شین‌چای د سرطان ضد مادې لکه «کاتچین» په درلودو سره چې قوي انټي اکسیډان دی، د خلکو تر منځ مشهور شوی دی، وویل: «د څېړونکو نوې څېړنې ښیې، په شین‌چای کې داسې ماده شته چې کولای شي انساني حجرو ته کرونا د نوې بڼې د داخلېدو او پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ په ځانګړې توګه د ویروس په نوې بڼه د اخته کېدو مخنیوی وکړي.»

هغې زیاته کړه: «د دې څېړنې د موندنو له مخې، په شین‌چای کې د “اپي ګالوکاتکین ګالات” (EGCG) موجوده ماده حتی کولای شي چې تر ډېرې کچې د کرونا له نوې بڼې په مخنیوي کې چې په تېرو میاشتو کې په نړۍ کې د ډېرې اندېښنې لامل شو، اغېزناکه وي.»

په ورته مهال، د صدا او سیما خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، د پوهانو د نوو څېړنو پایلې ښيي چې په شین‌چای کې داسې ماده شته چې کولای شي، انساني حجرو ته د کرونا د نوې بڼې له داخلېدو او ‎د کووېډ-۱۹ په ځانکړې توګه د کرونا په نوو او سختو بڼو د اخته کېدو مخه ونیسي.

دغه راز، تئاتر شهر په یوه ټویټ کې لیکلي: «نوې څېړنې ښیي، جاپانيان د ورځې په اوږدو کې د مایعاتو مکرر غرغره کولو فرهنګ او له شین چای نه د ډېرې استفادې له امله چې د ویرس ضد خاصیت لري، کم پر کرونا اخته، یا ژر ښه کېږي.»

د طب برخې پوهان په دې تړاو څه نظر لري؟

د عامې روغتیا وزارت مخکیني سلاکار ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک خبري اژان ته وویل: «د کرونا وبا په جریان کې د هر چا تجارت چې خراب و نو د خپلو تولیداتو لپاره یې پلمه پیدا کړه او خرڅ یې کړل.»

هغه وایي، په ټوله نړۍ کې هیڅ داسې څېړنه نشته څو ثابته کړي چې شین‌چای د کرونا ناروغۍ لپاره ګټور دی؛ د کرونا لپاره مېوې، سبزیجات، فزیکي فعالیت او تازه هوا ګټور دي؛ ځکه چې دا د بدن مقاومت لوړ ساتي.

نوموړي زیاته کړه، تراوسه په خپله کرونا سمه نه ده پېژندل شوې او په ټوله نړۍ کې  کومه ځانګړې درملنه یې نشته.

په کابل ښار کې د افغان – جاپان روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکټر حشمت فیضي وایي، دا ډول اوازې په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې دي؛ خو علمي اساس نه لري او په ټوله کې د کرونا لپاره کومه ګټه هم نه لري.

هغه وایي، د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید نور کارونه ترسره شي، لکه: له سالمو خوړو او ویټامینونو استفاده، استراحت او ورزش کول، څو د بدن معافیت هم لوړ شي.

نوموړي هغو خلکو ته چې دا ډول اوازې خپري په پیغام کې وویل چې د خلکو له سرګردانه کولو او ناسم ذهنیت ورکولو دې ډډه وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل، شین‌چای د ویټامین سي (C) یوه ښه سرچینه ده او دا ویټامین یو له هغو موادو دی چې د بدن د دفاعي سیسټم لپاره ګټور دی.

هغه زیاتوي، هر خواړه چې وکولای شي د بند مقاومت لوړ کړي، په یوه بڼه په غېرمستقیم ډول له مختلفو ناروغیو سره مبارزه کې اغېز لري؛ خو په مخامخ ډول د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره نه شي کارول کېدای.

نوموړي زیاته کړه: «شین‌چای د غذایي رژیم یوه برخه کېدای شي؛ لیکن د کرونا درملنې لپاره قطعي درمل ګڼل کېدای نه شي.» ‎

هېوادوال

په ورته مهال، د کابل د پنځلسمې ناحیې اوسېدنکی او له فارمسۍ څانګې فارغ احمد راشد رحماني پژواک ته وویل، د کرونا په دویمه او درېیمه څپه کې پر دې ناروغۍ اخته شوی و.

هغه وایي: «کله چې پر کرونا اخته شوی وم، ډېره سپارښتنه راته وشوه، څو له شین‌چای استفاده وکړم او دغه راز په ټولنیزو شبکو کې هم دې دا ډول موضوعاتو سره مخ شوی وم؛ خو کله مې چې له شین‌چای استفاده وکړ، کومه ګټه یې راته ونکړه.»

نوموړي هېوادوالو ته پیغام ورکړ او ویې ویل، اوس د سنتي طبابت د کارولو وخت نه دی، باید معیاري طبابت ته پاملرنه وشي او خلک دې اوازو ته غوږ ونه نیسي.

Visits: 110

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.