ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: د کرونا درملنې لپاره د نعنا اوبه او قیلون اغېزمنتیا موضوع علمي اساس نه لري

کارپوهان: د کرونا درملنې لپاره د نعنا اوبه او قیلون اغېزمنتیا موضوع علمي اساس نه لري

author avatar
21 May 2022 - 18:56
کارپوهان: د کرونا درملنې لپاره د نعنا اوبه او قیلون اغېزمنتیا موضوع علمي اساس نه لري
author avatar
21 May 2022 - 18:56

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۱): ځينو انټرنېټي پاڼو، د یوه ویډیويي کلېپ په خپرولو سره ویلي، له قیلون سره د نعنا اوبو څخه استفاده کول، د کرونا درملنې ته ګټه لري؛ خو د طب پوهان او د هېواد د عامې روغتیا وزارت دغه موضوع ردوي او وایي، نه یوازې دا چې ګټه نه لري او یوه اوازه ده بلکې قیلون روغتیا ته زیان رسوي.

قیلون (قلیان) د ګرمو شوو تنباکو د دودولو لپاره یوه ځانګړې وسیله ده.

د انټرنټي پاڼو کاروونکي: قیلون د کرونا  ناروغۍ ته ځانګړی.

په «تسنیم» خبري سایټ کې هم دغه ویډیويي کلیپ د «فیلم// “قلیان ځانګړی” چې د سږو فعالیت او تنفسي سیسټم د ښه والي لامل کېږي!» تر عنوان لاندې خپور شوی دی.

سرچینې لیکلي چې د ایران د طب یوه کارپوه استاد حسین خېراندېش، د سږو فعالیت د ښه والي لپاره یې له یوه «ځانګړي قیلون» څخه استفاده یې د کرونايي ناروغانو تنفسي اختلال او د سږو عوارضو کمولو او دغه راز د سږو عمومي پیاوړتیا لپاره د یوې ساده طریقې په توګه وړاندیز کړی دی.

 په دغه راپورکې راغلي چې په مشهد کې د سنتي طب یو متخصص ډاکټر احمد موسوي‌نژاد، په دې اړه چې ایا قیلون د تنباکو له لوګي پرته د کرونایي ناروغانو د سږو درملنې لپاره ګټه لري، ویلي: «هو؛ په دې شرط چې له تنباکو څخه چې تل سږو ته مضر وي، استفاده ونه‌‌شي.»

سرچینه لیکي، کرونايي ناروغان کولی شي چې د قیلون په ښیښه‌‌يي مخزن کې د نعنا اوبه یا نورې ارام بښوونکې او د سږو تقویه کوونکې اوبه واچوي او بخار یې تنفس او سږو ته داخل کړي.

هغه وویل: «د نعنا بخار سږو ته ګټور دي، بدن ته د کرونا ویروس د داخلېدو لاره پاکوي او د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.»

دغه راز د «اپارت» په نوم یوه بل انټرنټي سایټ د «له نعنا قیلون سره د کرونا درملنه او مخنیوي» تر عنوان لاندې یو ویډيويي کلپ خپور کړی دی.

د دغه راپور لیکوال لیکلي: «ایا پوهېدئ چې د نعنا له قیلون یعنې د نعنا له اوبو سره کولای شئ چې له کرونا نه په امان شئ او مخنیوی یې وکړئ؟»

 دغه انځوریز کلیپ په څو نورو انټرنټي سایټونو کې هم خپور شوی او له انټرنټي کاروونکو غوښتل شوي چې دغه ویډیو له خپلو دوستانو سره شریکه کړي.

د ټولنیزو رسنیو یوه کاروونکی رامین ارمان لیکلي چې خپله یې هم دا تجربه کړې او مثبته پایله یې ترې ترلاسه کړې ده.

هغه د خواله رسنیو له نورو کاروونکوغوښتي چې دا ویډیو دې له خپلو دوستانو سره شریکه کړي.

خو د طب علم له نظره، ایا له قیلون سره د نعنا اوبه د کرونا درملنه کولای شي؟

په افغان – جاپان روغتون کې د کیفیت کنټرول مسوول او د کرونا ټرېنر ډاکټر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل: «تراوسه هغه له بوټو جوړ درملو څخه چې د کرونا ناروغۍ لپاره کارول کېږي، انځر او زنجبیل ګټور دي؛ خو خپله نعنا ګټوره واقع کیدای شي، خو قیلون ډېر زیان رسوي او دا موضوع فقط یوه شایعه ده.»

هغه ټولو خلکو او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې پر کرونا اخته دي، سپارښتنه کړې او وایي، د یادې ناروغۍ پرمهال روغتیایي ټکو ته دې پاملرنه وکړي او پر داسې اوازو دې باور نه کوي.

د نوموړي په خبره، د دوه متري واټن رعایتول، په صابون او اوبو د لاسونو بیا بیا مینځل، د ماسک کارول، په سرپټو او مزدحمو ځایونو کې نه ګډون او له مکروبونو د چاپیریال پاک ساتل د کرونا په مخنیوي کې اغېزناکې لارې چارې دي.

په دغه حال کې، ډاکټر حکیم‌الله صالح پژواک ته وویل: «په ټولنیزو رسنیو کې ډېرې موضوعګانې خپریږي، خو کوم علمي او دقیق اساس نه‌لري؛ په طبابت کې چې کوم شی ډېر د منلو وړ دی هغه څه دي چې څېړنه پرې شوې وي، علمي څېړنه وي او علمي شواهد ولري، د روغتیایي ادارو له خوا منل شوي وي.»

د هغه په خبره، دغه موضوعګانې د دوو موخو لپاره خپریږي، یا د شهرت موندلو په موخه او یا پوهاوي په خاطر؛ هغه څه چې د معتبرو ادارو له خوا منل شوي نه وي، د طبابت له نظره د منلو وړ نه دي.

د غه راز د عامې روغتیا وزارت مخکیني سلاکار ډاکټر شیرزاد چې اوسمهال له هېواده بهر اوسېږي، د دې موضوع د ردولو ترڅنګ پژواک ته وویل: «د قیلون په لوګي کې لږ تر لږه ۸۲ داسې کیمیاوي مادې پيژندل شوي چې مسموونکي او د سرطان تولیدونکي دي؛ که څه هم لوګی له  اوبو څخه تېريږي، خو له تنباکو دا ازادیدونکې روږدي کوونکي او خطرناک مواد له منځه نه ځي.»

د شیرزاد په خبره، د لرګیو سکاره چې د قیلون د تمباکو د ګرمولو لپاره ترې استفاده کېږي، کیدای شي  روغتیا ته لا ډېر خطر ولري؛ ځکه چې د یادو مواد له سوځېدلو نه، خطرناکې مادې لکه کاربون مونو اکساید، فلزات او نور کیمیاوي مواد تولیدیږي.

نوموړي زیاته کړه: «د قیلون مواد نیکوټین دي او نیکوټین روږدي کوونکي مواد دي چې کولی شي د نویو ځوانانو د مغز پر ودې ناوړه اغېزه ولري او د ودې په حال کې جنینو لپاره نا مطلوبو روغتیایي پایلو سره تړلي»

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر پژواک ته وویل: «له قیلون سره د نعنا د اوبو د موثریت په اړه تر اوسه څه نه دي ثابت شوي؛ د افغانستان عامې روغتیا وزارت دغه موضوع نه تاییدوي.»

نوموړي زیاته کړه: «ځيني درملوونکي بوټي له ډېر وخته اغېرناک وو، او که په دې اړه چې د نعنا اوبه ګټه لري توجه وشي، د نعنا اوبه د خیټې درد یا کولمو تاویدو ته موثریت لري، خو دا چې کرونا لپاره ګټور دي نو موږ دا موضوع ردوو او د نعنا اوبه یوازې زکام لپاره ګټه لري خو د کرونا ویروس لپاره نه.»

Visits: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.