ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړیوال بانک د افغانستان له روغتیا برخې سره ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

نړیوال بانک د افغانستان له روغتیا برخې سره ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

author avatar
20 May 2022 - 10:13
نړیوال بانک د افغانستان له روغتیا برخې سره ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي
author avatar
20 May 2022 - 10:13

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۱): د عامې روغتيا وزارت وايي، نړيوال بانک دوی ته ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته منظور کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت وياند جاويد هژير نن پژواک ته وويل، دغه مرسته د روان ميلادي کال په فبرورۍ کې په جینوا کې د نړيوال بانک او یاد وزارت د استازو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ورکول کېږي.

ده وویل: «پرون د عامې روغتيا وزارت او نړيوال بانک ترمنځ تفاهمنامه لاسلیک شوه او دغه بانک د افغانستان له روغتيايي سکتور سره د ۱۵۰ میلیون ډالرو مرسته منظور کړه.»

هغه زياته کړه، دغه پيسې به د درملو، طبي وسایلو، کرونا ویروس او شري ناروغۍ سره د مبارزې او داسې نورو طبي برخو کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د اروپايي ټولنې له خوا هم د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره ۳۴ ټنه طبي توکي مرسته شوې وه.

Views: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.