غزني کې له ۵۰۰ ډېرو روغتیايي کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل شوي
په غزني ولایت کې د افغانستان تغذیې او کورني اقتصاد د انسټیټیوټ لهخوا، د یونیسف په مالي مرسته د سلګونو روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه پیل شوي دي.
په غزني ولایت کې د افغانستان تغذیې او کورني اقتصاد د انسټیټیوټ لهخوا، د یونیسف په مالي مرسته د سلګونو روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه پیل شوي دي.
ځینو ويبپاڼو په دې تړاو چې ګواکې سیاهدانه د کروانا لپاره ګټوره ده، راپورونه خپاره کړي خو د طپ پوهان سربېره پر دې چې د سیاهدانې پر بې شمېره ګټو ټینګار کوي؛ خو وایي سیاهدانه پر کرونا مستقیم اغېز نه لري.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې دوه کسان د تاریخ تېرو خوراکي او غیر خوراکي توکو د پلور په تور ونیول شول.
د طب پوهانو، د کرونا درملنې لپاره د لړم د زهرو اغېزې په تړاو انټرنيټي سایټونو کې خپاره شوي مطالب اوازې بللې، له دغو کاروونکو يې غوښتي، څو د دا ډول موضوعګانو په خپرولو سره خلک سرګردانه نه کړي.
د فراه د عامې روغتيا ریاست وايي چې د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له خوا دوی ته دوه امبولانسونه او ۲۵ موټرسایکل ورکړل شوي دي.
د طب برخې پوهان د کرونا ناروغۍ له امله د بوی ورک شوي حس بېرته راګرځېدو په تړاو د (A) ویټامین اغېز په اړه د خپرو شوو مطالبو په اړه وایي، د دې موضوع په…
د عامې روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې له سياسي تحول وروسته د مرستندويانو د نشتون له امله په نشه يي توکو د روږدو د درملنې ٤٤ مرکزونه تړل شوي دي.
په بلخ کې تېر یو کال ۷۷۵ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٢٠ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د باغیس ځیني اوسېدونکي، په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره کورني او د طبي بوټو درمل کاروي چې ډاکټران د کرونا درملنې په موخه په خپل سر کورني او طبي بوټو درمل کارول ناسم کار بولي او خلکو ته د روغتیايي لارښوونو د رعایتولو سپارښتنه کوي.
د غزني امنیې قوماندانۍ او ښاروالۍ په دغه ولایت کې له ۱۱ کانټینرونو او ۵ ګودامونو څخه سلګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غېر خوراکي توکي تر لاسه کړي او په تړاو یې ۸ کسان نیولي دي.
ډاکټرانو، د پزې اسپرې وړاندیز کېدو هغه خبرونه حقیقت بللي چې د بدن تنفسي سیستم ته د کرونا ویروس د ننوتلو مخه نیسي، خو وايي، له دې اسپرې باید د ډاکټر له مشورې پرته استفاده ونه شي؛ ځکه کېدای شي چې ځینې روغتیایي ستونزې رامنځته کړي.
د لغمان د عامې روغتیا رییس وایي، په دغه ولایت کې يې ۲۳ ګرځنده روغتيايي ټيمونه جوړ کړي دي.
د طب پوهان په داسې حال کې چې وایي، کرونا ناروغي د انسان مغز سخت زیانمنوي؛ خو په دې اړه د ترسره شوې او په ځينو انټرنیټي ویبپاڼو کې خپاره شویو څېړنې پایلې چې ګواکې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته کېدل د انسان مغز د ۲۰ کلونو په اندازه زړوي، ناسم بولي.
د طب پوهانو، د کرونا واکسین د تقویتي دوز تزریقول پر کرونا ناروغۍ د اخته کېدو په مخنیوي کې اغېزناک بولي او خلک تطبیق ته یې هڅولي دي.
د طب پوهان پر غوره او سالمې تغذیې ټینګار کوي، وایي چې سالم خواړه د کرونا په مخنیوي کې ډېر اهمیت لري؛ ځکه د بدن د معافیت سیسټم د لوړېدو لامل ګرځي.
روغتیايي پرسونل چې د نورو ورځو په څېر د اختر په شپو او ورځو کې هم د روغتیايي خدماتو او اسانتیاوو په برابرولو کې بوخت دي، خلکو ته د اختر مبارکۍ ویلو ترڅنګ ورڅخه غواړي چې په روغتونونو کې له ګڼې ګوڼې جوړولو ډډه وکړي.
د زابل روغتیايي چاروراکي وايي، د روان زېږدیز کال په درېیو میاشتو کې د دغه ولایت ۱۰۱۷ ماشومان، د شري په ناروغي اخته شوي چې ۱۳ تنه ترې مړه شوي دي.
د کونړ ولایت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د پخوا په پرتله زیات شوی دی.
خلک او د مجازي شبکو ځیني کاروونکي کلوروکین د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ګټور درمل ګڼي؛ خو د طب برخې پوهان وايي چې له دې درملو استفاده نه یوازې د کرونا درملنې ته ګټه نه کوي بلکې زیان هم رسوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، پاکستان له تېرې يوې مياشتې راهيسې هره ورځ لږ تر لږه سلو ناروغانو ته له اسنادو پرته د تورخم له لارې دغه هېواد ته د درملنې لپاره د تګ اجازه ورکوي.