ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهان: سیاه‌دانه ګټوره ده خو پر کرونا مستقیم اغېز نه لري

پوهان: سیاه‌دانه ګټوره ده خو پر کرونا مستقیم اغېز نه لري

author avatar
16 May 2022 - 18:20
پوهان: سیاه‌دانه ګټوره ده خو پر کرونا مستقیم اغېز نه لري
author avatar
16 May 2022 - 18:20

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): ځینو ويب‌پاڼو په دې تړاو چې ګواکې سیاه‌دانه د کروانا لپاره ګټوره ده، راپورونه خپاره کړي خو د طپ پوهان سربېره پر دې چې د سیاه‌دانې پر بې شمېره ګټو ټینګار کوي؛ خو وایي سیاه‌دانه پر کرونا مستقیم اغېز نه لري.

«صدا و سیما خبري اژانس) د «ایا سیاه‌دانه د کرونا درملنه کوي؟» تر عنوان لاندې خپاره کړي راپور کې لیکلي: «د اسټرالیایي څېړونکو نوې څېړنې ښيي، سیاه‌دانه چې د لوېدیځې اسیا او شمالي افریقا بومي بوټی دی او د ایران په اراک او اصفهان کې هم ډېر راشین کېږي، کېدای شي د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره وکارول شي.

دغه راز «پایگاه خبری– سبک زنده‌گی نگارمک» د «د کوويډ-۱۹ درملنه یا سیاه‎دانه» تر عنوان لاندې مطلب کې لیکلي چې د اسټرالیایي څېړونکو تازه څېړنې ښيي، سیاه‌دانه چې د لوېدیځې اسیا او شمالي افریقا بومي بوټی دی او د ایران په اراک او اصفهان کې هم ډېر شین کېږي، کېدای شي د کوويډ-۱۹ درملنې لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

په ورته مهال «ایمنا» خبري اژانش «د کرونا درملنې لپاره د سیاه‌دانې او عسلو اغېز» تر سرلیک لاندې مطلب کې لیکلي: «د کوويډ-۱۹ د منځنۍ بڼې په درملنه کې د سیاه‌دانې او عسلو اغېز.»

په همدې حال کې د «تسنیم خبري اژانش» له لوري د «اسټرالیایي پوهان: “سیاه‌دانه” کولای شي د کرونا په درملنه کې اغېزناکه وي» تر عنوان لاندې راپور کې راغلي: «د اسټرالیایي څېړونکو د نوې پلټنې له مخې، “سیاه‌دانه” د کرونا ویروس له سنبله پروټين سره په نښلېدو، د سږو له میکروبي کېدو مخنیوی کوي.»

سرچینې لیکلي، د اسټرالیايي پوهانو د څېړنې او ازمایښت له مخې، “سیاه‌دانه” کېدای شي د کرونا ویروس ناروغي په درملنه کې وکارول شي.

خو د طب پوهان پر دې سربېره چې د سیاه‌دانې پر نورو ګټو ټینګار کوي، خو وایي چې تر اوسه د کرونا ضد درملو په نوملړ کې نه ده شامله شوې.

په کابل کې د افغان- جاپان روغتون د کوویډ-۱۹ څانګې د کيفيت د کنټرول مسوول او ویترنر ډاکتر حشمت‌الله فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، ‎سیاه‌دانه پر کرونا مستقيم اغېز نه کوي، کېدای شي يوازې د انسان بدن د معافيت زياتولي برخه کې اغېز ولري.

خو هغه زیاته کړه: «سیاه‌دانه د میکروب ضد خاصیت‎ لري او  له نباتي پلوه کولای شو د کوويډ-۱۹ ناروغۍ لپاره ګټه ترې واخلو.»‎

نوموړی وایي، سیاه‌دانه د میکروب ضد خاصیت درلودو له امله د هغو ناغیو لپاره چې ‎تنفسي ستونزو رامنځته کوي، اغېزناکه تمامېدای شي.

په ورته مهال، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر پژواک ته وویل، سیاه‌دانه یوه ډېره ګټوره او اغېزناکه نباتي ماده ده چې په مخکني طبابت کې هم د درملو او فنجي ضد مادې په توګه کارول کېده.

نوموړي زیاته کړه، په سیاه‌دانه کې موجود مدني مواد او ويټامینونه د سيل، شکرې، د وینې کموالي، بواسیر او د معدې زخمونو او… نورو ناروغیو درملنه کوي.

هغه وایي: «خلک په دوه ډوله پر سیاه‌دانه باور لري چې سیاه‌دانه د کرونا لپاره ګټوره ده او دا چې سیاه‌دانه ډېره اندازه اوسپنه او پتاشیم لري چې د بدن د دفاعي سیسټم د پیاړي کولو او د بدن د وینې د مسمومیت مخنیوي په برخو کې مرسته کوي.»

د سرچینې په وینا، دا چې سیاه‌دانه د ډېرو ناروغیو لپاره اغېزناکه او ګټوره ده، خو تر اوسه دا نه ده ثابته شوې چې ګواکې سیاه‌دانه د کرونا درملنه هم کوي.

هژیر له خلکو وغوښتل چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي؛ ځانونه واکسین کړي او له خپلسرو درملنو ډډه وکړي.

Visits: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.