ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهان: هغه څېړنه چې ګواکې کرونا مغز د ۲۰ کلونو په اندازه زړوي، ناسمه ده

پوهان: هغه څېړنه چې ګواکې کرونا مغز د ۲۰ کلونو په اندازه زړوي، ناسمه ده

author avatar
5 May 2022 - 19:49
پوهان: هغه څېړنه چې ګواکې کرونا مغز د ۲۰ کلونو په اندازه زړوي، ناسمه ده
author avatar
5 May 2022 - 19:49

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۱): د طب پوهان په داسې حال کې چې وایي، کرونا ناروغي د انسان مغز سخت زیانمنوي؛ خو په دې اړه د ترسره شوې او په ځينو انټرنیټي ویبپاڼو کې خپاره شویو څېړنې پایلې چې ګواکې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته کېدل د انسان مغز د ۲۰ کلونو په اندازه زړوي، ناسم بولي.

«مانیټور نیوز» خبري سایټ نن (د غویي ۱۵مه) د «پر شدیدې کرونا تر اخته کېدو وروسته د مغز ۲۰ کاله زړېدل» تر عنوان لاندې یو خبر خپور کړی.

مانیټور نیوز په دغه خبر کې لیکلي، د کمبرېج پوهنتون څېړوونکو اعلان کړی چې د کرونا ناروغي په شدیده بڼه اخته کېدلو سره ښایي  د ناروغ مغز او پېژندلو حس اغېزمن شي.

دغه زار د «خبرگزاری تحلیلی ایران» په نوم انټرنټي سایټ د «هغو کسانو لپاره یو بد خبر چې کرونا ناروغي یې تېره کړې ده» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

په دې مطلب کې راغلي: «یوې نوې مطالعې د انسان د پېژندلو پر حس د شدیدې کرونا د اوږدمهاله اغېز‎ په اړه تر دې دمه ترټولو دقیقه څېړنه وړاندې کړې. دا څېړنه چې د «لندن د امپیریال کالج» او «کمبرېج» پوهنتون څېړوونکو له لوري ترسره شوې، په روغتون کې په بستر شوو ناروغانو کې پېژندل شوې دایمي نیمګړتیاوې وښودې چې د پېژندلو حس د ۲۰ کلونو په اندازه له زوړوالي سره برابرې دي.

دغه راز په راپور کې د یادې مقالې د لیکوال «ډیوېډ منون» له قوله راغلي: «د پېژندلو اختلال د عصبي اختلالاتو په پراخه برخه کې لکه د عقل زوال او ان عادي عمر کې معمول دي؛ خو هغه نمونې چې موږ لیدلې، له دې ټولو سره یې توپیر درلود.»

په کووېډ – ۱۹ اخته دا ناروغان د کنټرول ګروپ په پرتله د پېژندګلوۍ ستونزې په ځواب ورکولو کې کمزوري وو او لږ دقت یې درلود. په ځانګړي ډول، د کووېډ – ۱۹ ناروغانو د «خبرو قیاسي استدلال» دندو په اړه چې د استدلال د  پېژندګلوۍ حوزو د ازموینې لپاره پر یوې ځانګړې کلمې طرحه شوی، کمزوری عمل یې ترسره کړ.

دغه زار «تجارت نیوز» انټرنټي سایټ د «د کرونا په اړه د څېړوونکو بد خبر/ پر شدیدې کرونا اخته کېدل د انسان مغز د شلو کلونو په اندازه زړوي!» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دې مطلب کې راغلي، څېړونکو د شدیدې کرونا له امله په روغتون کې د ۴۶ بستر شوو ناروغانو د پېژندګلوۍ وړتیاوې د هغوی له بستر کېدو ۶ میاشتې وروسته معاینه کړې او نوي معلومات یې ترلاسه کړي.

د «سرپوش پزشکی» په نوم وېب‌سایټ هم د «د شدیدې کرونا له امله د مغز ۲۰ کاله زړېدل» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي: «دغه نوې څېړنه چې په eClinicalMedicine مجله کې خپره شوې،  د شدید کووېډـ۱۹ له امله په روغتون کې پر ۴۶ بستر شوو ناروغانو ترسره شوې چې له ډلې ۱۶ یې ناروغانو ته د بستر پر مهال د تنفس ماشین (ونټلاټور) ته اړتیا پیدا شوې وه.»

په یاد مطلب کې راغلي، د دغې څېړنې ګډونوال د یادې شدیدې ناروغۍ له تجربې شاوخوا ۶ میاشتې وروسته له یو لړ پیچلو ادراکي ارزونو څخه تېر شول. پر کووېډـ۱۹ د هر اخته کس عمر طبقه بندي شو او له روغو کسانو سره پرتله شو.

خو د زړه – كارډيولوژي ناروغیو فوق متخصص او ټرېنر دوکتور نبیل پاکطین پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا کومه معتبره څېړنه نه ده، ځکه پر کمو کسانو ترسره شوې ده؛ باید دا ډول څېړنه پر ډېرو کسانو ترسره شي. څېړنه چې ترسره کېږي وخت یې باید ډېر وي، څېړنه باید تجربه یی او مداخلوي وي، مداخلوي تحقیق په دې معنا چې یو شمېر هغه کسان چې پر کرونا اخته شوي او ځینې هغه کسان چې پر کرونا نه دي اخته شوي سره پرتله کړي او په اوږد مهال کې د څېړنې پایلې ډېرې اغېزناکې دي.»

نوموړي یوځل بیا پر کلینیکي څېړنو او د څېړنو پر لومړي والي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «دا چې کرونا او هغه کسان چې سخته کرونا یې تېره کړې، مغز یې له ۲۰ تر ۳۰ کلونو په اندازه زړیږي، دا موضوع دقیقه نه ده.»

د پاکطین په وینا، له دې مخکې هغه څېړنه چې تازه یې پایلې اعلان شوې، ډېری ډاکټرانو هم دې ته ورته نظر درلودل چې ګواکې کرونا پر مغز او اعصابو ناوړه اغېزه کوي.

هغه د دې موضوع په اړه خپلو چاپ کړو مطالبو ته په اشارې وویل: «مخکې مو په دې تړاو ډېر موضوعات درلودل او په کتابونو او مجلو کې چاپ شوي دي؛ د کتاب په یوه فصل کې د مزمن کووېډ د سنډروم په اړه معلومات دي چې پر خلکو ډېر اغېز او اختلالات لري، کرونا دماغ، زړه او سږي تر اغېز لاندې راولي.»

نوموړی وایي، کووېډـ۱۹ د بدن د مغزي او دماغي سیسټم ستونزې پيدا کوي او د مغزي او پېژندګلوي حس د کمزوري کېدو لامل هم ګرځي؛ په ځینو کسانو کې ښایي بېرته راوګرځي او له ځینو کسانو سره ښایي دایمي پاتې شي.

په ورته مهال په افغان-­جاپان روغتون کې د ساري ناروغیو د کنټرول مسوول ډاکټر عبادالله عباد له پژواک سره خبرو کې وویل، د یادې څېړنې په اړه ډېر معلومات نه لري چې ایا ترسره شوې څېړنه څومره سمه ده؟ په دې اړه څه نه شي ویلای.

خو عباد هم وایي چې کرونا ناروغي د اشخاصو پر عصبي سیسټم منفي اغېزې کوي.

نوموړی وایي، د افغان-ـجاپان روغتون ډاکټران هم پر دغه ډول ناروغانو او ډاکټرانو چې پر کرونا ویروس اخته شوي وو، څېړنې ترسره کوي چې ټولیزې پایلې به یې وروسته خلکو سره شریکې شي.

په ورته مهال د یوه شخصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلې اسما احمدي پژواک ته وویل: «په لومړیو کې چې کرونا خپره شوه، زه په کرونا اخته شوم؛ خو له څه مودې وروسته روغه شوم، خو له یو څه وخت وروسته مې په بدن کې عصبي او رواني ستونزې لیدلې چې ډېره ترې ځورېدم.»

بې حوصله ګي، بې اشتهایي، د خوب کموالی، ساه لنډي هغه نښې وې چې په اسما کې محسوسېدلې؛ خو د رواني ډاکټر له خوا له دوامدارې درملنې وروسته هغه اوس ښه شوې ده.

پژواک خبري اژانس هڅه کړه څو په دې تړاو د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي دفتر د یوه مسوول نظر هم له ځانه سره ولري، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

Visits: 149

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.