ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د کرونا درملنې لپاره کورني او له بوټو جوړ درملو کارول، ناسم او خطرناک کار دی

ډاکټران: د کرونا درملنې لپاره کورني او له بوټو جوړ درملو کارول، ناسم او خطرناک کار دی

author avatar
10 May 2022 - 19:22
ډاکټران: د کرونا درملنې لپاره کورني او له بوټو جوړ درملو کارول، ناسم او خطرناک کار دی
author avatar
10 May 2022 - 19:22

قلعه‌نو (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): د باغیس ځیني اوسېدونکي، په داسې حال کې د کرونا درملنې لپاره کورني او د طبي بوټو درمل کاروي چې ډاکټران د کرونا درملنې په موخه په خپل سر کورني او طبي بوټو درمل کارول ناسم کار بولي او خلکو ته د روغتیايي لارښوونو د رعایتولو سپارښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې کرونا ناروغۍ په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په ګډون ډېری هېوادونه له ستونزو سره مخ کړل او د نړۍ په کچه یې د میلیونونو کسانو ژوند واخیست او لاهم کنټرول شوې نه ده.

د بادغیس ځیني اوسېدونکي اوس هم دغه ناروغي جدي نه ګڼي او وایي، د روغتیایي لارښوونو په اړه کوم معلومات نه لري.

په یاد ولایت کې د پژواک سیمه‌ییز خبریال، د مرکز قلعه‌نو ښار په یوه لرې پرته سیمه کې له ۵۵ کلنې ګلثوم سره مرکه کړې چې نوموړې له کرونا د مخینوي په اړه له وقایوي سپارښتنو بې خبره ده.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېر کال پر کرونا اخته شوې وم، خو نه پوهېدم چې کرونا یم، فکر مې کاوه چې زکام او سینه بغل یم، خو یو زوم مې راغی او ویې ویل چې کرونا یې، ډاکټر ته لاړم نه، او په همغو کورنیو درملو مې د ځان درملنه وکړه.»

هغې د کورنۍ درملنې په اړه وویل: «زه کرونا نیولې ومه، لاسونو او پښو مې درد کاوه او تبه مې وه. چا راته ونه ویل چې فاصله رعایت کړم او دا کار مې هم ونه کړ، د رغېدو لپاره مې له پېناډول ګولیو استفاده وکړه، کله مې چې واکسین وکړ جوړه شوم.»

نوموړې زیاتوي، تر اوسه یې هېڅ‌کله روغتیایي موارد نه دي مراعات کړي او په دې اړه ورته هېڅ پوهاوی نه دی ورکړل شوی.

په ورته مهال، د بادغيس ولايت د مرکز قلعه‌نو سوېل لوېديځ ته په ٣٠ کيلومترۍ کې د کندلان سیمي د «سرچشمې» کلي اوسېدونکى ٢٧کلن شمس‌الدين وايي، پر کرونا ناروغۍ اخته شوی و او له دې ویروسه د رغېدو لپاره یې له پودینې، کرابیې او نورو بوټو ګټه اخیستله.

هغه زیاتوي، هېڅ بنسټ يا کس ورته له کرونا ويروس د مخنيوي اړوند د روغتيايي لارښوونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

سرچینه وایي: «موږ ته چا څه نه دي ویلي چې موږ روغتیایي ټکي مراعات کړو. د رغېدو لپاره مې هم د پودینې او کرابیې له بوټو استفاده وکړه او ښه شوی یم.»

که څه هم په لرې پرتو سیمو کې پر کرونا ویرس ډیری ناروغان د ځان درملنې لپاره په خپلسرې توګه طبي بوټي کارولي او پر هغه باور لري؛ خو ډاکټران په خپل سر د کورني درملو او طبي بوټو کارول ناسم کار بولي.

په قلعه نو ښار کې ډاکټر محمد يعقوب سينا ​​د روغتيايي لارښوونو په رعايتولو د ټينګار تر څنګ، په خپل سر له طبي بوټو او درملو استفاده ناسم عمل او خطرناک بولي.

نوموړي زياته کړه، د دوديزو درملو کارولو اغېز تر اوسه د هېڅ روغتيايي بنسټ له لوري نه دى تاييد شوى.

هغه وویل: «له دغه ویروس نه د ژغورنې لپاره باید له ګڼې ګوڼې لرې اووسو؛ خپل بدن قوي کړو او له واکسین ګټه واخلو، څو پر دې ناروغۍ اخته نه شو.»

که څه هم مېرمن ګلثوم او شمس الدین ادعا کوي چې په دې اړه دوی ته هېچا پوهاوی نه دی ورکړی، خو د بادغیس د عامې روغتیا رییس مولوي محمد اصف قانت وايي، له څو میاشتو راهیسې یې د خلکو د پوهاوي په موخه څو ناستې او پروګرامونه ترسره کړې دي.

هغه وایي، شاوخوا درې میاشتې مخکې له عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ د مرستندویه ادارو له لوري سلګونه دیني عالمانو او قومي مشرانو ته د کرونا ویروس په اړه پوهاوی ورکړل شو.

هغه له خلکو غواړي څو د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي او د کرونا واکسین ترلاسه کولو لپاره دې په ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو مراجعه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «د پوهاوي کمپاینونه د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د موسسو له لوري پیل شوي او خلکو ته یې پوهاوی ورکړی دی او دغه راز د خلکو لپاره د واکسین عمومي پلان به هم ژر پیل شي.»

Visits: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.