ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تر اوسه ۸،۶ میلیونه هېوادوال د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شوي»

«تر اوسه ۸،۶ میلیونه هېوادوال د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شوي»

author avatar
19 May 2022 - 14:13
«تر اوسه ۸،۶ میلیونه هېوادوال د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شوي»
author avatar
19 May 2022 - 14:13

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه په هېواد ۸،۶ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی او له دغه وزارت سره ۶ میلیونه دوزه نور واکسین هم شته دی.

د یادولو ده چې د کرونا ویروس لومړی ځل دوه کاله مخکې د چین په اوهان ښار کې پیدا او وروسته نږدې ټوله نړۍ کې خپور شو؛ سلګونه میلیون کسان پرې اخته شول او تر اوسه له امله یې له څلور میلیونو ډېر وګړي مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راهیسې په ټولیز ډول په هېواد کې د دې ناروغۍ ۱۷۹۲۷۹ مثبې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې ۱۶۲۲۰۲ ناروغان بېرته رغېدلي او ۷۶۹۱ نور یې له امله مړه شوي دي.

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، پوهانو د هغه د کنټرول لپاره د واکسین جوړولو او ځینو نورو درملو د رامنځته کولو په لټه کې شول چې ځینې هېوادونه د واکسین په جوړولو بریالي شول.

تر دې دمه له افغانستان سره د کرونا ۱۴ میلیونه دوزه واکسینو مرسته شوې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر له پژواک سره مرکه کې وویل، د کرونا ویروس د خپرواي له پیله تر اوسه د هند، سویډن، فرانسې، اتریش، اېټالیا، د اسیا پراختیايي بانک او د واکسین د نړیوالې اتحادیې (کواکس) له لوري له افغانستان سره ۱۴ میلیونه دوزه واکسین مرسته شوې ده.

دغه راز هغه وویل چې تر اوسه یاد واکسین ۸،۶ میلیون افغانانو ته تطبیق شوی او دغه لړۍ همداسې روانه ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مهال عامې روغتیا وزارت په خپلو زېرمو کې له ۶ میلیون دوزه ډېر نور واکسین هم لري.

هغه زیاته کړه چې له دې شمېر نه ۴ میلیون دوزه جانسون، ۴۳۴زره دوزه استرازنکا او څه باندې یو میلیون دوزه سینوفارم واکسین دي.

نوموړي څرګنده کړه، چین ژمنه کړې چې د اړتیا پر مهال به له افغانستان سره د نور واکسینو مرسته هم کوي.

دغه راز هغه وویل چې د واکسین نړیوالې اتحادیې (کواکس) هم ژمنه کړې څو د روان کال د دویمې ربعې تر پایه له افغانستان سره به د  ۴،۷ میلیون دوزه واکسینو نوره مرسته کوي.

د هژیر په خبره، د افغانستان حکومت تر اوسه واکسین نه دی پېرلی؛ ځکه د بېلابېلو بنسټونو او هېوادونو له لوري د واکسینو مرسته شوې ده.

واکسین څه شی دی؟

د نړیوال روغتیایي سازمان له لوري ټولو تایید شوو واکسینونو ښودلې چې د کرونا له شدیدې ناروغۍ ستاسو په ساتنه کې ډېر اغېزناک دي. ستاسو لپاره تر ټولو غوره واکسین هغه دی چې لاسرسی ورته اسانه وي.

Visits: 115

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.